ولسمشر اردوغان د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې ایران ته لاړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې نن ایران ته سفر وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن ایران ته سفر وکړ. د ترکیې او ایران ترمنځه وخت نا وخته په سیاسي مسلو کې اختلاف د نظر رامنځته کیږي خو د ددې ټولو سره سره بیا هم د دوړاو هیوادونو ترمنځه قوي د ګاونډیتوب اړیکې شتون لري. د دوړاو هیوادونو ترمنځه قوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ډیری وخت په سیاسي اړیکو کې د ستونزو مخه نیسي.
د بله پلوه سیاسي کارپوهان پدې حساس وخت کې تهران ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان سفر ته په منځني ختیځ کې د روان بحران او ستونزو د حل او لږ تر لږه د کمولو لپاره د یو ښه فرصت په سترګه ګوري.
د یادولو وړ ده چې د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره اوونۍ په سیمه کې د روانو پرمختګونو او په ځانګړې توګه د یمن په مسله کې په ایران سختې نیوکې کړې وې. ولسمشر اردوغان ویلي وو چې ایران هڅه کوي چې سیمه د خپل کنټرول لاندې راولي چې د ایران ددې هڅو نه د خلیج هیوادونو نه سربیره ترکیه هم ډیره ناراحته ده. د ایران د دا ډول دریځ او چلند زغمل ناممکنه خبره ده. ایران باید خپلې دې دریځ او چلند ته بدلون ورکړي. د یمن نه باید خپل ټول ځواکونه وباسي. د ولسمشر اردوغان دې څرګندونو په ایران کې هم د بعضو ډلو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
همداشان په ایران کې یو شمیر ډلو د ولسمشر اردوغان د سفر د ځنډولو او مخنیوي په خاطر ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې . خو ولسمشر اردوغان په خپل دریځ کلک ولاړ دی.
ولسمشر اردوغان په ایران کې د نوموړو غبرګونو په اړه وویل چې د ایران په پارلمان کې یوې ډلې یا د کوم کمیسیون مرستیال څه ویلي دي چې لومړی هغوې زما مخاطب ندي . بل دا چې دا سفر زموږ سفر دی ، د خپل سفر برخلیک موږ په خپله ټاکلو، د تګ او یا نه تګ پریکړه موږ کوو.
د ویلو ده چې د ترکیې او ایران ترمنځه اړیکې په عینې حال کې د رقابت او همکاریو اړیکې دي. د دواړو هیوادونو ترمنځه په بعضو مسلو کې اختلاف د نظر سره سره خو په منځني ختیځ کې تر ټولو ښې او دوستانه اړیکي دي.
د ترکیې او ایران پولې د استثمارګرو هیوادونو لخوا نه بلکې د دوړاو هیوادونو لخوا د قصر شیرین د تړون سره ټاکل شوي دي . د دواړو هیوادونو ترمنځه ۴۰۰ کاله کیږي چې په پولو کې هیڅکوم بدلون ندی راغلی.
د دواړو هیوادونو ترمنځه قوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې شتون لري. د ویلو ده چې ترکیه هر کال د ایران نه د ۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت واردات لري او ایران بیا د ترکیې نه په کال کې د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت واردات لري. په ایران د لګیدولو د بندیزونو د لرې کیدو په صورت کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریزې اړیکې او حجم لا پسې پرمختګ وکړي.
اقتصاد پوهانو وايي چې ترکیه او ایران د یو بل لپاره تر ټولو ښه بازارونه دي.
د ویلو ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځه سیاسي اړیکو ترټولو زیات د منځنۍ اسیا، قفقاسونو او عرب پسرلي نه وروسته په منځني ختیځ کې سره ټکر وکړ. ایران د سوریې او عراق نه سربیره په یمن کې هم د شیعه حوثيانو نه ملاتړ کوي . سعودي عربستان په یمن کې د حوثي شیعه ګانو نه د ایران د ملاتړ نه ډیر اندیښمن دی . سعودي عربستان د ولسمشر اردوغان سره خپلې دا اندیښنې شریکې کړي دي.
ولسمشر اردوغان د یمن په مسله کې په ایران د نیوکې سره وویل چې په سیمه کې د سوني او شیعه ترمنځه جګړې ته لمن وهل کیږي او جګړه پیل شوې ده . موږ د مذهبي نښتو پلوي نکوو.
ولسمشر اردوغان په یمن کې د مذهبي نښتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.
د بله پلوه د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم کلین ایران ته د ولسمشر اردوغان د سفر په اړه وویل چې ولسمشر اردوغان به تهران ته په سوریه ، عراق او یمن کې د روانو پیښو په اړه خپله اندیښنه اظهار کړي او په ټینګار به ووايي چې دا ډول پیښې د هیچا لپاره د منلو وړ ندي. ویاند وویل چې د سیمې ټول هیوادونه باید پدې برخه کې خپل مسولیتونه ادا کړي.
د بله پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا وویلي دي چې د ترکیې سره په یو زیات شمیر برخو کې ستراتیژیکې اړیکې لري او دا اړیکې زموږ لپاره ځانګړې اهمیت لري. نوموړي ویلي دي چې زموږ اړیکې د متقابلو همکاریو او ډیالوګ په بڼسټ ولاړې دي.
د یادولو وړ ده چې پدې سفر کې به د ولسمشر اردوغان سره یو شمیر وزیران هم ملګرتیا وکړي.
ولسمشر اردوغان به پدې سفر کې د ایران سره په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو په دویمه غونډه کې ګډون وکړي او د خپل سیالي حسن روحاني سره به لیدنه وکړي. ولسمشر اردوغان به د ایران د دیني مشر ایت الله علي خامنه يي سره هم لیدنه وکړي. پدې لیدونو کې به د سیمه ییزو مسلو سربیره په نړۍوالو مسلو هم خبرې وشي.