ترهګرو په استانبول کې یو تن څارنوال په شهادت ورسو

په استانبول کې تیره ورځ دوو تنو ترهګرو د محکمې په ریاست کې یو تن څارنوال د ۶ ساعتونو لپاره د برمته نیولو نه وروسته په شهادت ورسو.

290534
ترهګرو په استانبول کې یو تن څارنوال په شهادت ورسو

په استانبول کې تیره ورځ دوو تنو ترهګرو د محکمې په ریاست کې یو تن څارنوال د ۶ ساعتونو لپاره د برمته نیولو نه وروسته په شهادت ورسو.
د محمد سلیم کیراز په نامه یو تن څارنوال چې پرون د یو ترهګریز سازمان د غړیو لخوا برمته نیول شوی وو د سخت ټپي کیدو نه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
همداشان دواړه ترهګر هم د پولیسو لخوا ووژل شول.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د رسمي سفر په ترڅ کې رومانیا ته سفر کړی وو پرونۍ پیښه د نږدې نه تعقیبوله.
ولسمشر اردوغان چې د پيښې په اړه شیبه په شیبه د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو نه معلومات اخیستل د پیښې په اړه وویل چې څارنوال درې مرمۍ په سر او دوه مرمۍ په سینې لګیدلی دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ځانګړو پولیسو ترهګرو ته د قناعت ورکولو په خاطر ۶ ساعته هڅه وکړه خو د څارنوال د دفتر نه د ډزو د غږ د پورته کیدو نه وروسته عملیاتو پيل کړل.
ولسمشر اردوغان د نوموړې پیښې نه د عبرت نه د ډکې یوې پیښې په توګه یادونه وکړه او وویل چې دا پیښه به د ټولو ابعادو سره وڅیړل شي.
د پیښې عاملین به پرته د سزا پاتې نشي.
د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د نوموړي برید نه د ترکیې په قضایه قویې، ترک ملت او ډیموکراسۍ د برید په توګه یادونه وکړه . لومړي وزیر اردوغان په هیوادوالو د سکونت او یووالي غږ وکړ.
لومړي وزیر داوود اوغلو وویل چې د ترهګرو هویت تثبیت شوی دی او ترهګر د څارنوالانو د چپنو او جعلي کارتونو سره د محکمې ریاست ته ننوتي وو.
لومړي وزیر زیاته کړه چې پولیسو ترهګرو ته د قناعت ورکولو په خاطر پوره ۶ ساعته هڅه وکړه خو د څارنوال د دفتر نه د ډزو د غږ د پورته کیدو نه وروسته عملیات پیل شول.
لومړي وزیر وویل چې ددې پیښې نه وروسته به په ټول هیواد کې د محکمو د امنیت په خاطر جدي تدابیر ونیول شي او تدابیر به لا لوړې کچې ته ورسول شي.
د بله پلوه د هیواد د ملي شورا ریس جمیل چیچک د نوموړې وحشیانه پیښې له امله د ډاډګیرنې پیغام خپور کړ او دا ضد انساني پیښه يي په کلکو ټکو وغندله.
د هیواد مرستیال لومړي وزیر یالچین اکدوغان د خپل ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ددې پیښې په عاعلینو، ملاتړ کوونکو، هڅوونکو او په ټولو هغه کسانو چې پدې ضد بشری او ضد انساني پیښه کې لاس لري لعنت وایم.
د هیواد د عدلیې وزیر کنعان اپیک په روغتون کې د څارنوال د مړي نه لیدنه وکړه او د هغه کورنۍ ته يي ډاډګیرنه ورکړه.
د څارنوال محمد سلیم کیراز جنازه نن په استانبول کې خاورو ته سپارل کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه