اردوغان : لومړنۍ نړۍواله جګړه ختمه شوې نده اوس هم دوام لري

273021
اردوغان : لومړنۍ نړۍواله جګړه  ختمه شوې نده  اوس هم  دوام لري

د  ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  په نړۍ کې روانو ستونزو ، شخړو، نښتو او ناخوالو ته په کتو سره  ددې ښکارندويي کوي چې لومړنۍ نړۍواله جګړه پایته رسیدلې نده  بلکې اوس هم  دوام لري. 

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  تیره ورځ  په استانبول کې  د چنه قلعه  او لومړنۍ نړۍوالې جګړې په اړه د یو نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر زیاته کړه چې  لومړنۍ نړۍواله  جګړه  اوس هم  دوام لري خو یواځې نوم يي بدل شوې دی. نن  ورځ  دا جګړه  د لومړني نړۍوال ویش  تر نامه  لاندې دوام لري. ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې  د ویشلو نه  هدف  د نفتو ویشل  دي. د لومړنۍ نړۍوالې جګړې لامل  هم   عثماني امپراتوري  چې په نړۍ کې  د نفتو او سوداګریزو  لویو لارو  چابي په لاس کې  درلوده په خپلو منځونو کې ویشل وو. عثماني امپراتورۍ په هغه وخت کې په مدیترانې  او د سویش په کانال چې د نفتو او سوداګریزو لویو لارو  مرکز وو  حاکمیت درلود.

ولسمشر اردوغان  وویل که چیرې نن  ورځ  په سوریه ، لیبیا  او عراق کې روانو  حالاتو ته  وګورو  پدې خبرې ډیر ښه پوهیږو  چې  لومړنۍ  نړۍواله جګړه  اوس هم  دوام لري. په سوریه ، لیبیا او عراق کې جګړې په اصل کې په هغه وخت کې د جوړ شوي پلان  او رسمې شوې نقشې  یوه برخه ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې ټولو  یواځنی  لامل  زموږ په جغرافیه کې  د نفاق  تخم  کرل  دي.  ددې پلان  اصلي هدف  پدې جغرافیه کې زموږ ترمنځه  د بې اتفاقي  او واټن  راوستل دي. اردوغان  زیاته کړه چې  د لومړنۍ نړۍوالې جګړې نه وروسته  لاسلیک شوي تړون  یواځې  اوښکو او ظلمونو ته  لار اواره کړې ده . په سیمه  کې د بدبختیو او  جګړو په خاطر  جوړ شوی  پلان  په ډیر سیستماتیکه  توګه پر مخ  روان  دی. 

د لومړنۍ نړۍوالې جګړې نه وروسته  د sky picot  تړون  د جګړو، ناخوالو ، دیني او مذهبي دښمنیو  د ختمولو په خاطر  نه  بلکې د لا  زیاتولو په خاطر  جوړ شوی  دی. دې تړون چې کوم  سرحدونه ټاکلي دي دا  د ستونزو  د حل په خاطر نه بلکې د لا  ګډوډۍ او  مشکلاتو د ډیرولو په خاطر  ټاکلي دي. ولسمشر اردوغان  د یو تن انګلیس جاسوس  لاورنس  د هغه څرګندونو نه یادونه وکړه چې ویلي وو ً دا جګړه  د ترکانو د اذهانو  او  زړونو  پر خلاف  جګړه  ده .ً په رښتیا چې هم  همداسې وه. 

په ۲۰۰۰ کلونو کې کله چې ترکیې  د خپل تاریخ ، مدنیت   او  کلکې ارادې سره  یو ځل بیا  په نړۍ کې په ډیره  قوي توګه خپل موجودیت   ښکاره کړه  دا پلان  له سره   په کار واچول شو. په سیمه  کې له سره  ګډوډۍ  او  جګړې  پیل شوې. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه