د سعودي عربستان یو تن مفتي وايي چې دنیا ثابته ده او حرکت نکوي

220756
د سعودي عربستان یو تن مفتي وايي چې دنیا ثابته ده او حرکت نکوي

د سعودي عربستان یو تن مفتي شیخ بندر الخیبري ویلي دي چې دنیا متحرکه  نه  بلکې ثابته ده.
د سعودي عربستان یو تن مفتي شیخ بندر الخیبري په ی علمي ناسته کې چې د زده کوونکو پوښتنې ځوابولې د دنیا د څرخیدو یا حرکت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې نه دنیا د حرکت په حال کې نده بلکې ثابته ده. 

الخیبري ویلي دي ً تاسې وګورۍ فکر وکړۍ چې په الوتکه کې د چین په لورې سفر کوو او الوتکه په هوا کې ودریده، که چیرې دنیا د څرخیدو یا حرکت په حال کې وای نو چین باید الوتکې ته رانږدی شوی وی ، حال دادی چې چین په خپل ځای کې او دنیا په خپل ځای کې قرار لري.
مفتي په لاس کې د اوبو د یو بوتل سره زده کوونکو ته مثال ورکړ او وویل ً تاسې فکر وکړۍ چې دا بوتل یوه الوتکه ده او په هوا کې ولاړه ده ، که چیرې نړۍ د حرکت په حال کې وای او څرخیدلی نو باید دې الوتکې ته رانږدې شوې وای. که چیرې چپه لورې ته حرکت وکړي بیا الوتکه چین ته نشي رسیدلی .

نوموړي زیاته کړه چې  د مځکې کره  ثابته  ده بلکې لمر د حرکت په حال کې دی. لمر  متحرک  دی.
د سعودي عربستان د مفتي دې څرګندونو په ټولنیزه مډیا کې د پام وړ انعکاس وموند. یو زیات شمیر خلکو د ټولنیزې مډیا له لارې نوموړي مفتي ته د دنیا د څرخیدو او یا حرکت په اړه په قناعت ورکولو پیل کړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه