تركيه د اوزګه جان په نامه د يوې پېغلې په وير ژاړي.

د تركيې په سوېل كې د مرسين په ولايت كې د اوزګه جان په نامه د پوهنتون پر ۲۱ كلنې محصلې باندې د جنسي تيري نه وروسته په وحشيانه ډول ووژل شوه.

220199
تركيه د اوزګه جان په نامه د يوې پېغلې په وير ژاړي.



اوزګه جان پداسې حال كې چې د شپې لخوا د پوهنتون نه د كور پر لور روانه وه د بس د چلوونكي لخوا پرې د جنسي تيري هڅه وشوه چې د نوموړې د مقاومت وروسته د چلوونكي لخوا ووژل شوه او وروسته د دوو تنو نورو په ملګرتيا يې جسد ته اور واچول شو.
پوليسو د اوزګه جان د وژنې په تور درې تنه شكمن د پېښې يوه ورځ وروسته ونيول.
د ۲۱ پېغلې اوزګه جان د وحشيانه وژنې له امله ټوله تركيه په وير ناسته ده.
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او مېرمن يې امينې اردوغان د وژل شوې پېغلې د كورنۍ سره په ټېلفوني خبرو كې د تسليت پيغام وړاندې كړ. ولسمشر اردوغان او مېرمنې يې د نوموړې د كورنۍ سره ژوره خواشيني څرګنده كړه او نوموړې ته يې د لوى الله ج نه د مغفرت غوښتنه وكړه.

ولسمشر اردوغان يوې غونډې ته د وينا پرمهال وويل چې د اوزګه جان دعوا به شخصاً تعقيب كړي. 
لومړي وزير احمد داوود اوغلو هم د اوزګه جان د مور سره د ټيلفوني خبرو په ترڅ كې پېښه وغندله او وعده يې وكړه چې ددې وحشيانه عمل عاملينو ته به سخته سزا وركړي.
داوود اوغلو په انتاليا كې د خپل ګوند د ښځو د څانګې په كنګره كې وويل چې `` د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي سره د مبارزې په موخه به نوى كمپاين پيل كړي.``
تمه كيږي چې په تركيه كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قوانين د وزيرانو د شورا لخوا بيا وكتل شي.
د تركيې په ملي شورا كې د مخالف ګوند مشر كمال كلچدار اوغلو هم د اوزګه جان د كورنۍ سره د ټيلفوني خبرو په ترڅ كې خپله همدردي څرګنده كړه.
په ټول هېواد كې لاريونونه
دا وحشي جنايت د دولتي چارواكو سربېره په ټوله تركيه كې هم د بېلابېلو لاريونونو په ترڅ كې وغندل شو. د تركيې په ګوډ ګوډ كې په لسګونو زره كسانو ددې پېښې عاملينو ته د سختې سزا د وركولو غوښتنه وكړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه