د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان له خپلې دندې استعفا وکړه

د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ملي شورا غړیتوب ته د نوماندۍ له امله له خپلې دندې استعفا وکړه

213365
د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان له خپلې دندې استعفا وکړه

د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ترکیې د ملي استخباراتو مشر فیدان  تیره شپه خپله استعفا لومړی وزیر ته وړاندې کړه. د صدارات د ماڼۍ نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د حکان فیدان  استعفا  د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو لخوا  منل شوې ده .

د یادولو وړ ده چې  د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان  د ۲۰۱۰ کال د مې په ۲۵ نیټه  په دنده  پيل کړی وو. د ملی استخباراتو مشر حکان فیدان  په پارلماني ټاکنو کې د ګډون له امله له خپلې دندې استعفا وکړه. د هیواد  د ټاکنو عالي کمیسیون  ویلي وو هر هغه څوک چې غواړي د ملي شورا د غړیتوب لپاره ځان نوماند کړي د فبروري تر لسمې نیټې باید  له خپلې دولتي دندې استعفا ورکړي.

د هیواد د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان هم  د ملي شورا د غړیتوب لپاره د نوماند کیدو په خاطر  له خپلې دندې استعفا وکړه. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه