ولسمشراردوغان سعودي عربستان ته لاړ
195106
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان د پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزیز د مړینې له امله په افریقا کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او د شاه عبدالله د جنازې په مراسمو کې د ګډون په خاطر سعودي عربستان ته روان شو.
د هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي مرکز د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان چې افریقايی هیوادونو په سفر وتلی د سعودي عربستان د پاچا شاه عبدالله د مړینې له امله په افریقا کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او سعودي عربستان ته روان شو.
ولسمشر اردوغان به د سعودي عربستان د پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزیز جنازې په مراسمو کې چې نن د غزمې نه وروسته په ریاض کې جوړیږی ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان به د جنازې په مراسمو کې د ګډون نه وروسته د افریقا سفر ته دوام ورکړي.