د ترکیې د دیني چارو ریس: د خپل پیغمبر پر وړاندې شرمنده یو

187552
د ترکیې د دیني چارو ریس: د خپل  پیغمبر پر وړاندې شرمنده یو

د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس پروفیسور محمد ګورمز تیره ورځ د سلیمه په جومات کې د جمعې په خطبه کې وویل چې ً د امت په توګه خپل پیغمبر ته ډیر خجالته او شرمیدلي یو . ً
د هیواد د دیني چارو عمومی ریس پروفیسور محمد ګورمز تیره ورځ د ایدرنې په ولایت کې د ترکیې په نامتو د سلیمه په جومات کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.
محمد ګورمز وویل چې ً د امت په توګه د اسلام ستر پیغمبر ص ته ډیر خجالته یو. پیغمبر ص فرمایلي چې په یو بل ظلم مکوۍ ، خو له بده مرغه چې موږ نن په یو بل ظلم کوو.
محمد ګورمز زیاته کړه چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند په اوږدو کې تل رحمت د ښوونځي تر ټولو ستر ښوونکی وو. هغه د انسانانو درد او غم خپل درد او غم بولو او د انسانانو ستونزو ته به يي د حل په خاطر هلې ځلې کولې. خو له بده مرغه چې نن ورځ موږ د رحمت پیغمبر د امت په توګه د هغه پر وړاندې خجالته یو، هغه څه چې هغه ویلي په هغه مو عمل ونکړ.
نوموړي زیاته کړه د اسلام ستر پیغمبر چې کوم رحمت او رڼا نړۍ ته راولې د هغه په خپرولو کې موږ پاتې راغلي یو. زموږ د خجالت او شرمنده ګۍ یواځې لامل همدا دی.
دا شرمنده ګي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته خدا مکړه د بې حرمتۍ له امله ندی، ددې شرمنده ګۍ لامل دادی چې د پیغمبر ص اخلاق او د هغه لاره مو نده تعقیب کړې.
پیغمبر ص شرمنده یو ځکه چې هغه ویلي په یو بل ظلم مکوۍ موږ يي کوو، هغه په ورورلۍ ټنیګار کړی موږ د ورورولۍ حقوق د خپو لاندې کوو، هغه د عدالت امر کړی او موږ عدالت د خپو لاندې کړی دی .

د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس  د شارلي هیبدو مجلې لخوا د اسلام د ستر پیغمبر د کاریکاتور خپرول یو ځل بیا په کلکو ټکو وغندل او ددې عمل نه يي د یو ضد اخلاقي، بشري او وجداني عمل په توګه یادونه وکړه. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه