د ولسمشر ماڼۍ: د مورډاګ څرګندونې احمقانه دي.
د نيوز كورپ News Corp د رسنيو د نړيوال شركت مشر راپرټ مورډاك چې د نړۍ د تر ټولو شتمنو انسانانو د لست په لومړيو لسو كسانو كې شامل دى په فرانسه كې د چارلي هيبډو د ترهګريزې پېښې په اړه د ټولنيزې مېډيا له لارې څرګندونې د يو زيات شمېر كسانو غصه را وپاروله.

پدې لړ كې د تركيې د ولسمشرۍ وياند ابراهيم كالن د مورډاك په اړه وويل چې د نوموړي څرګندونې ``احمقانه`` دي.
كالن هم د ټويټر د ټولنيزې ميډيا له لارې د يو پيغام له مخې څرګنده كړه چې `` په فرانسه كې د بريدونو مسووليت د ۱ ميليارد او ۶۰۰ ميليونو مسلمانانو پر غاړه اچول، د ۲مې نړيوالې جګړې پرمهال د هولوكاسټ`` يهودانو د نسل وژنې`` او د هيروشيما د غميزې نه پړه د ټولو لوديځوالو پر غاړه د اچولو هومره احقمانه اقدام دى.``
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل