د تركيې لومړى وزير پاريس ته روان شو.

د تركيې لومړى وزير احمد داوود اوغلو په پاريس كې د ترهګريز بريد د غندلو په موخه په پراخه لاريون كې د ګدون لپاره نن د فرانسې پلازمېنې پاريس ته روان شو.

180824
د تركيې لومړى وزير پاريس ته روان شو.

په پاريس كې د طنزيه مجلې شالي هېبډو باندې د بريد نه وروسته چې پكې ۱۲ تنه ووژل شول د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې يې د دولتي چارواكو او مدني ټولنو غبرګونونه را وپارول.
ټاكل شوې ده چې سبا ته به د نړۍ د يو زيات شمېر هېوادونو د مشرانو او استازو په ګډون په پاريس كې د ترهګرۍ د غندلو په موخه يو پراخه لاريون ترسره شي. پدې لاريون كې به د تركيې په استازيتوب د هېواد لومړى وزير احمد داوود اوغلو ګډون وكړي. داوود اوغلو پاريس ته د تګ نه وړاندې په استانبول كې د اتاترك په هوايي ډګر كې خبريالانو ته وويل چې`` پدې لاريون كې د ګډون سره به د ترهګرۍ پر وړاندې د همغږۍ او پيوستون پيغام وركړو. تركيې د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې تل مبارزه كړې ده.``
داوود اوغلو څرګنده كړه چې يو زيات شمېر تركي هېوادوالو هم د ترهګريزو بريدونو په پايله كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
ټاكل شوې ده چې په پاريس كې د ترهګرۍ پر وړاندې په لاريون كې د نړۍ د لسګونو هېوادونو ولسمشران، لومړي وزيران او نور لوړپوړي دولتي چارواكي ګډون وكړي.
ترهګري دين نه لري.
احمد داوود اوغلو يو ځل بيا ټينګار وكړ چې ترهګري هېڅ ډول دين، مذهب او توكم نه پېژني. ترهګري بريدوه چې د هر چا لخوا او د هرې موخې د ترلاسه كولو لپاره ترسره كيږي بشري جنايت دى.
داوود اوغلو وويل چې ``د پاريس په بريد كې يو تن مسلمان پوليس هم خپل ژوند له لاسه وركړى دى. ددې امله هغو كسانو ته به اجازه ورنكړي چې غواړي ددې ډول بريدونو نه د مسلمانې نړۍ او په ځانګړي توګه په اروپا كې د مېشتو مسلمانو لږه كيو پر وړاندې د پروپاګند وسيله جوړه كړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه