په استانبول کې د یو لوی خونړیز برید مخنیوی وشو.

179432
په استانبول کې د یو لوی خونړیز برید مخنیوی  وشو.

په استانبول کې  د یوې ډیرې لویې فاجعې  مخنیوی  وشو.  د استانبول  پولیسو دوه تنه  په یو لوی مارکیټ  د برید په تور  ونیول. دوو تنو چې غوښتل  يي په  استانبول کې په یو لوی مارکیټ  برید وکړي  خپلې شومې موخې د رسیدو نه مخکې ونیول. د لومړنیو معلوماتو له مخې نیول شوي کسان  د پې کاکا ترهګریز سازمان د یوې څانګې  غړي دي. بریدګر د بمونو سره  یو ځای لاس په لاس نیول شوي دي. 

د نیول شوو کسانو نه څیړنې دوام لري. د یادولو وړ ده چې  په تیره یوه اوونۍ کې په استانبول کې دوه بریدونه وشول. لومړی  د دولمه باغچه په ماڼۍ ناکام  برید وشو او وروسته په استانبول کې د سلطان احمد په میدان کې د ګرځندوی پولیسو په شعبې  ځانمرګی برید وشو چې له امله یو تن پولیس شهید او دوه تنه نور ټپیان شول. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه