په ټوله ترکیه کې د میلاد النبي د ۱۴۴۴ کلیزې نه لمانځنې وشوې

169746
په ټوله ترکیه کې د میلاد النبي د ۱۴۴۴ کلیزې نه لمانځنې وشوې

په ترکیه کې د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم د ۱۴۴۴ کلیزې نه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې وشوې.
په ټوله ترکیه کې په جوماتونو کې د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم د ۱۴۴۴ کلیزې ولمانځل شوه.
تیره شپه د مولود شریف چې په ترکیه کې د قندیل مولود په نامه یادیږي له امله په میلیونونو تنو جوماتونو ته لاړل او د اسلام د ستر پیغمبر سرداری کاینات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د ږیږیدنې او رحلت کلیزه يي ولمانځله.
تیره شپه د ترکیې په ډیری لویو جوماتونو کې د میلاد النبي د کلیزې د لمانځولو له امله ځای نه پیدا کیده. په استانبول کې د سلطان احمد ، فاتح، ایوب سلطان او یعوض سلیم په جوماتونو کې په زرګونو تنو استانبولیانو میلاد النبي ولمانځه.
د میلاد النبي د کلیزې له امله جوماتونو کې د قران کریم ختمونه او دعاګانې وشوې .
د استانبول ستر مفتي رحمي یاران د میلاد النبي د کلیزې له امله د پیاله پاشاه په جومات کې لمونځ کوونکو ته وعظ وکړ.
نوموړي وویل چې د اسلام ستر پیغبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په ځوانۍ کې هم په بشریت کې تر ټولو د ډاډ وړ او امین کس وو. هغه پداسې یو وخت کې چې په مکه کې اخلاق ، ادب او د چا خبره انسانیت شتون نه درولود هغه د اخلاقو، ادب او بشریت نمونه د مثال وو. هغه ته خلکو د امین لقب ورکړی وو. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د زیږیدنې سره نړۍ د جهالت او تورتم نه وژغورل شوه او د رڼا په لورې روانه شوه .
همداشان د ترکیې په څلورو ګوډونو کې ددې منورې شپې له امله ځانګړې مراسم جوړ شوي وو.
د ترکیې په ټولو جوماتونو کې په اسلامي نړۍ کې د روانو ستونزو، مشکلاتو، وروروژنو او بې اتفاقۍ حل په خاطر د الله دربار ته دعاګانې وکړې. .
په ټول جوماتونو کې خلک محمدي اخلاقو ته راوبلل شول .


پيوندونه:

اړوند خبرونه