په تركيه كې د لوړو زده كړو امكانات

په تركيه كې د نړړۍ د ۱۹۱ هېوادونو نه شاوخوا ۴۸ زره بهرني محصلين په لوړو زده كړو بوخت دي. دا محصلين د ليسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په برخو كې د تركيې په ۱۵۷ دولتي او غير دولتي پوهنتونونو كې اوسمهال په زده كړو بوخت دي.

194013
په تركيه كې د لوړو زده كړو امكانات


د تركيې د لوړو زده كړو د شورا د شمېرو له مخې په ۲۰۱۴ كال كې ۱۳ زره ۱۹۶ نوو راغلو زده كوونكو ثبت نام كړى دى. په ټوليزه توګه ۳۳ زره ۴۳۱ نارينه او ۱۴ زره ۷۵۲ ښځينه بهرني محصلين اوسهمال په تركيه كې تحصيل كوي.
ددې د جملې نه د امريكا د متحدو ايالتونو نه ۲۴۶، د روسيې نه ۶۹۱، د جرمني نه ۳۹۶، د انګلستان، فرانسې او چاپان د هېوادونو نه شاوخوا ۲۰۰ محصلين لوړې زده كړې كوي.
په تركيه كې د بهرنيو محصلينو د شمېرې په اساس بيا تركمنستان د ۶ زره ۹۰۶ تنو محصلينو سره لومړى، آذربايجان د ۶ زره محصلينو سره دويم، ايران د ۴ زره ۳۴۲ محصلينو سره دريم او افغانسان د ۲ زره ۳۳۳ محصلينو سره څلورم ځاى لري. سوريه او يونان هم په ترتيب سره پنځم او شپږم ځاى لري.
بهرني محصلين عموما د تركيې لويو ښارونو كې زده كړې كوي.
په تركيه كې په ۲۰۱۱ كال كې د بهرنيو محصلينو لپاره د زده كړې د زمينې د برابرولو په موخه يوه اداره جوړه شوې چې هر كال پدې برخه كې ځانګړي امكانات وړاندې كوي.
د نړۍ په هر ګوډ كې هر څوك كولاى شي د لازمو شرايطو په پوره كولو سره په مستقيم ډول د تركيې پوهنتونونو ته په آنلاين بڼه مراجعه وكړي.
د لازمو معلوماتو لپاره دا ځاى كېكاږئ.

http://www.studyinturkey.gov.tr/


پيوندونه:

اړوند خبرونه