اردوغان: تر وروستۍ سلګۍ پورې د حق دين ته بلنه زموږ دنده ده.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د لاتينې امريكا د هېوادونو د مسلمانو ديني مشرانو په لومړۍ سرمشريزه كې د وينا پرمهال وويل چې `` زموږ اصلي دنده تر وروستۍ سلګۍ پورې د حق دين ته د خلكو بلل دي.``

191901
اردوغان: تر وروستۍ سلګۍ پورې د حق دين ته بلنه زموږ دنده ده.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د لاتينې امريكا د هېوادونو د مسلمانو ديني مشرانو په لومړۍ سرمشريزه كې د وينا پرمهال وويل چې `` زموږ اصلي دنده تر وروستۍ سلګۍ پورې د حق دين ته د خلكو بلل دي.``
ولسمشر اردوغان وويل چې `` تركيه د خپلو ملي او نړيوالو مرستندويه ټولنو سره د نړۍ په هر ګوډ كې د سولې، وروولۍ، دوستۍ او پيوستون تخمونه كري. د تيكا، تركيې د سرې مياشتې د ټولنې او نورو خيره ټولنو سره مو د نړۍ د هېوادونو بې وزلو كسانو ته دوستۍ او مرستې لاس اوږد كړى دى.
ولسمشر اردوغان پدې وروستيو اونيو كې پر مسجد الاقصى د اسراييلو د يرغل نه په يادونې سره وويل چې `` كه چېرې داسې يرغل پر يوې كليسا باندې شوى واى آيا نړۍ به څه ډول غبرګون ښودلى وو؟ له بده مرغه چې نړۍ اوس هم چوپه خوله ده. پدې بايد ټول پوه شي چې تركيه به هېڅكله د اسراييلو دې غير انساني عمل ته اجازه ورنكړي. ځكه چې زموږ په دين كې د مسجدونو او نورو سپېڅلو مكانونو ته سپكاوى نشته دى. مسجد الاقصى يواځې د فلسطينيانو نه بلكې د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ ميراث دى.ددې امله ټول مسووليت او دنده لرو. خو له بده مرغه چې نړۍ چوپه خوله ده.``
ولسمشر اردوغان د اسلام تر نامه لاندې د ځينو كړيو لخوا ترسره كېدونكي جنايات هم وغندل او څرګنده يې كړه چې `` د سولې د دين اسلام په نامه ځينې ترهګرې ډلې خپلو ناولو اهدافو د لاسته راوړلو د قران كريم او نبوي احاديثو موخې تحريفوي. دا ډلې د نورو هېوادونو د اهدافو لپاره خپلو مسلمانو ورونو ته خيانت كوي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه