اردوغان د مسجد الاقصى په اړه د نړۍ د مشرانو سره خبرې كوي.

د تركيې ولسمشر رجب اردوغان د نړۍ په بيت المقدس كې د مسجد الاقصى پر وړاندې د اسراييلو د سرغړونو د موضوع په اړه د نړۍ د مشرانو سره ټيلوني خبرې اترې پيل كړي دي.

188883

اردوغان پرون د اسلامي همكاريو د سازمان د سرمنشي عياد مدني سره د ټيلفون پر كرښه خبرې وكړې. اردوغان يو ځل بيا څرګنده كړه چې د اسراييلو لخوا د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې پر وړاندې متجاوز دريځ د منځني ختيځ سربېره د نړۍ د ټولو مسلمانانو غصه راپارولې ده.
اردوغان څرګنده كړه چې د نړيوالې ټولنې د خبرداريو سره سره د اسراييلو بريدونه يو ځل بيا په كلكه غندو.
اردوغان دا هم ويل چې د بيت المقدس په اړه د اسلامي همكاريو د تشكيلاتو د غونډې په ترڅ كې بايد د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا غوښتنه وشي چې د پېښې په اړه خپل دريځ روښانه كړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه