د نړۍ تر ټولو لوړ او تر ټولو ټيټ انسان سره ليدنه وكړه.

د لومړي ځل لپاره د نړۍ د تر ټولو ټيټ انسان سره چې يواځې ۵۴ سانتي متره لوړوالى لري ليدنه وكړه.

189430
د نړۍ تر ټولو لوړ او تر ټولو ټيټ انسان سره ليدنه وكړه.

كوسن سلطان چې د تركيې هېوادوال دى او د نړۍ د ۲ متره او ۵۱ سانتي متره ونې په درلودلو سره د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان لقب لري پرون په لندن كې د لومړي ځل لپاره د نړۍ د تر ټولو ټيټ انسان سره چې يواځې ۵۴ سانتي متره لوړوالى لري ليدنه وكړه.
دواړو ريكارډ لرونكو په لندن كې د ګېنس د ريكارډونو د كتاب د چاپېدلو په ۶۰مه كليزه كې ګډون وكړ.
دا پروګرام چې په لندن كې د بېګ بن د ساعت د برج او د انګلستان د پارلمان د تاريخي ودانۍ ته څېرمه جوړ شوى وو پكې د نړۍ يو شمېر ريكارډ لرونكو كسانو ګډون كړى وو.
د پروګرام تر ټولو ټيټ انسان بيا چاندرا بهادر ډانګي وو چې د نپيال د هېواد اوسېدونكى دى او تر نيم متر څو سانتي متره لوړه ونه لري.
په پروګرام كې دواړو سره لاسونه وركړل او عكسونه يې واخيستل.
كوسن سلطان خبريالانو ته وويل چې`` ۳۲ كاله عمر لرم. د تېرو پنځو كلونو راهيسې د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان لقب لرم او تر اوسه هېڅوك يې را نه په اخيستلو بريالى شوى نه دى. خوشاله يم چې دلته د خپل ګران هېواد د معرفي كولو لپاره راغلى دى.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه