مسجد الاقصى د ټول بشريت ناموس دى او بايد د ناموس نه ساتنه وشي.

احمد داوود اوغلو وويل چې مسجد الاقصى د ټول بشريت ناموس دى او بايد د ناموس نه ساتنه وشي. داوود اوغلو څرګنده كړه چې د فلسطين د خپلواكۍ لپاره به لكه د پخوا په څېر خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي.

186212
مسجد الاقصى د ټول بشريت ناموس دى او بايد د ناموس نه ساتنه وشي.



احمد داوود اوغلو وويل چې مسجد الاقصى د ټول بشريت ناموس دى او بايد د ناموس نه ساتنه وشي. داوود اوغلو څرګنده كړه چې د فلسطين د خپلواكۍ لپاره به لكه د پخوا په څېر خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي.
احمد داوود اوغلو په ۲۰۱۲ كال كې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې د خپلواك دولت په توګه د فلسطين د پېژندل كېدو پر مهال خپله يوه خاطره هم د ګډونوالو سره شريكه كړله. داوود اوغلو وويل چې ``څه موده وړاندې د فلسطين د دولت مشر محمود عباس سره يې د ټيلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې، عباس د ملګرو ملتونو په تالار كې تاريخي ورځې نه په يادونې سره وويل چې د فلسطين د خپلواكۍ د اعلانېدو پر ورځ د سټېج پر د اسلامي هېوادونو د مشرانو نه يواځې تاسې زما تر څنګ ولاړ وئ. د فلسطين نه د تركيې ملاتړ به هېڅكله هم هېر نكړو.``
داوود اوغلو څرګنده كړه `` د حماس د سياسي چارو مشر خالد مشعل ورته د ټېلفون پر كرښه وويل چې د ۲۰۰۹ كال د جنورۍ په مياشت كې پر غزې باندې د اسراييلو د وحشيانه بريدونو پرمهال پداسې حال كې چې ټوله نړۍ او اسلامي هېوادونه چوپه خوله ول، تاسې غزې ته راغلئ او د فلسطينيانو سره مو ليدنه وكړه او غمشريكي مو وكړله.``
داوود اوغلو زياته كړه چې `` خالد مشعل ته مې په ځواب كې وويل چې تر ابده پورې به د فلسطين او غزې تر څنګ ودريږو. په تېره بيا د بيت المقدس او مسجد الاقصى د موضوع په برخه كې كه ټوله نړۍ چوپه پاتې شي موږ به خپل غږ پورته كړو.``
لومړي وزير احمد داوود اوغلو په پاى كې دعا وكړه چې `` الله ج دې د تكبير نعرې د مسجد الاقصى په فضا كې خاموشه نكړي


پيوندونه:

اړوند خبرونه