اردوغان: د كوباني سره د امريكا نظامي مرستې د منلو وړ نه دي.
اردوغان همداراز هغې وېډيو ته په اشارې سره چې پكې د امريكا مرستې د داعش لاس ته لوېدلي دي وويل چې د امريكا لخوا ترسره شوې خطا پخپله څرګنده شوه.
د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون يوې غونډې ته د وينا پرمهال په كوباني كې د كردانو سره د امريكايي ځواكونو لخوا په نظامي مرستو د نيوكې په ترڅ كې وويل چې دا ډول مرستې به په سيمه كې د حل لارې پر ځاى ستونزې نورې هم ډېرې كړي.
اردوغان همداراز هغې وېډيو ته په اشارې سره چې پكې د امريكا مرستې د داعش لاس ته لوېدلي دي وويل چې د امريكا لخوا ترسره شوې خطا پخپله څرګنده شوه.
پرون ددې ډلې د پلويانو لخوا په يوټيوب كې يوه ويډيو خپره شوه چې پكې د پراشوټ په واسطه را غورځول شوې وسلې او مهمات ښودل كيږي. په ويډيو كې د `` اسلامي دولت`` يوتن اورپكى هم ليدل كيږي چې د وسلو او مهماتو د محمولې كارتنونه پرانيزي.
دا لا معلومه نه ده چې د امريكا هوايي ځواكونو مرستې په خطايۍ سره د داعش د اروپكو تر كنترول لاندې سيمې ته غورځولي دي او كه د مرستو محموله د كردانو نه داعش نيولې ده.
ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې په سوريه كې د ستونزو اصلي لامل د بشار اسد ظالمه اداره ده. تر هغې پورې چې بشار اسد د سوريې په اقتدار ناست وي په سوريه كې به د بېګناه انسانانو وينه توييږي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل