تركيه: د كردي ملېشو سره مرسته كوو.

د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو خبريالانو ته وويل چې د عراق په شمال كې د سيمه ايزې ادارې كردي ملېشو `` پېشمرګه`` ته به اجازه وركړو وركړو چې د تركيې له خاورې د سوريې په شمال كې د كوباني سيمې ته تېر شي.

164006

د بهرنيو چارو وزير څرګنده كړه چې د داعش لاسته د كوباني د نه لوېدلو لپاره د خپلې وسې پورې هلې ځلې كوو. چاووش اوغلو څرګنده كړه چې تركيې د داعش له وېرې د كوباني نه د تېښتې په حال كې خلكو ته خپلې دروازې پرانيستي دي. تر اوسه پورې شاوخوا ۱۵۰ زره كردانو تركيې ته پناه وړې ده.
د بهرنيو چارو وزير څرګنده كړه چې د سوريې په شمال كې د داعش په وړاندې د جنګېدونكې ډلې اهداف نور دي. `` د بشار اسد نه وروسته د ديموكراتيكې سوريې د جوړولو په موخه بايد دا ډله پخپلو اهدافو باندې له سره غور وكړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه