ترکیې ملي شورا حکومت ته په عراق او سوریه کې دعملیاتو اجازه ورکړ
د ترکیې ملي شورا د حکومت لخوا وړاندې شوې طرحه چې په عراق او سوریه کې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د مبارزې او د هیواد د پولو نه بهر د عملیاتو اړوند ده د رایو په اکثریت سره ومنله.
طرحه تیره شپه د ملي شورا لخوا د منلو نه وروسته سمدلاسه د ولسمشر لخوا توشیح او په رسمي جریده کې خپره شوه.
د یادې شوې طرحې سره ملي شورا د هیواد وسله والو ځواکونو ته د اړتیا په صورت کې د هیواد د پولو نه بهر د حرکت ، مداخلې او عملیاتو او د همدې موخو په خاطر بهرني سرتیري په ترکیه کې ځای په ځای کیدل او بهرني سرتیري د حکومت لخوا د ټاکل شوو اساساتو په چوکاټ کې حرکت کول اجازه ورکوي. همداشان د هیواد د پولو نه بهر د نورو هیوادونو لخوا ترکیې ته د مخامخو ګواښونو د لمنځه وړو په خاطر د هر ډول تدابیرو نیولو اجازه ورکوي. د ویلو ده چې دا اجازه لیک به یو کال اعتبار ولري.
په طرحه کې راغلي دي چې پدې وروستیو کې د رامنځته شوو پرمختګونو له امله د ترکیې سویلي پولو په اوږدو کې ملي امنیت ته مخامخو ګواښونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده . همداشان د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګریزه ډله خپل شتوالي ته دوام ورکوي. په سوریه او عراق کې د داعش او پې کاکا په ګډون د ترهګریزو ډلو او سازمانونو شمیره لوړه شوې او د هغوې لخوا د ګواښونو کچه هم لوړه شوې ده .
د نوموړي اجازه لیک سره د ترکیې وسله وال ځواکونه د اړتیا په صورت کې په سوریه او عراق کې عسکري عملیات ترسره کولی شي.
د بله پلوه دوه ورځې وړاندې د ترکیې د پولو نه بهر د ترکیې یواځنۍ خاوره د سلیمان شاه د زیارت سیمه د داعش لخوا محاصره شوې وه. دا سیمه د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا ساتل کیږي.
د بله پلوه د هیواد لوی درستیزوال د اختر په خاطر په خپور کړي پیغام کې د سلیمان شاه په سیمه کې د میشتو ترکي سرتیرو ته په پیغام کې وویل چې د ترکیې وسله وال ځواکونو ستاسې تر څنګ دي. د هر ډول ګواښ په صورت کې به د څو دقیقو په دننه کې تاسې ته ترکیې وسله وال ځواکونو ستاسې مرستې ته راورسیږي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718457282)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718457282)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.