د هیواد ولسمشر اردوغان د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور

خپل رب ته دعا کوم چې ټولې قربانۍ چې د هغه د رضا په خاطر کیږي په خپل دربار کې قبولې ، او دا قرباني د عالم اسلام ترمنځه د اتفاق او اتحاد وسیله ورګرځوي.

148688
د هیواد ولسمشر اردوغان  د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ویلي دي پداسې حال کې چې په نږدې جغرافیه کې وینې بهول کیږي، ظلم د خپلو ټولو رنګونو سره زموږ په ورورنو حاکم دی او فقر او بې وزلي د خپل ټول شدت سره حکمراني کوي زموږ تر ټولو لویه هیله داده چې لوی اختر رڼا راولي، سخت زړونه نرم کړي او انساني وجدان او مرحمت ټولو ته په یاد کړي.
ولسمشر اردوغان په پیغام کې ویلي دي چې عزیز ملته او ګرانو هیوادوالو، د لوی اختر د رارسیدو له امله تاسې او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د الله د دربار نه غواړم چې دا اختر لومړی زموږ د هیواد او وروسته د ټولې اسلامۍ نړۍ او بیا د ټول بشریت لپاره د خیر او برکت نه ډک یو اختر وي.
خپل رب ته دعا کوم چې ټولې قرباني چې د هغه د رضا په خاطر کیږي په خپل دربار کې قبولې او دا قرباني د عالم اسلام ترمنځه د اتفاق او اتحاد وسیله ورګرځوي.
ولسمشر اردوغان لخوا په خپور شوي پیغام کې راغلي دي ، هو قرباني سخاوت دی، قرباني همغږي ده او قرباني د فقیر او بې وزلو خوشحالول دي. قرباني پدې نړۍ کې زموږ د میلمه توب اثبات دی. تر ټولو مهم لوی اختر او قرباني الله ته او زموږ ورورنو ته د نږدې والي او د ورورولۍ د لا قوي کولو لامل دی.
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ویلي دي پداسې حال کې چې په نږدې جغرافیه کې وینې بهول کیږي، ظلم د خپلو ټولو رنګونو سره زموږ په ورورنو حاکم دی او فقر او بې وزلي د خپل ټول شدت سره حکمراني کوي زموږ تر ټولو لویه هیله داده چې لوی اختر رڼا راولي، سخت زړونه نرم کړي او انساني وجدان او مرحمت ټولو ته په یاد کړي.
د الله تبارک و تعالی نه شکرګذاره یو چې ترکیه په سیمه کې د ټولو کړکیچونو نه لرې او د استقرار او امنیت په فضا کې خپل روښانه راتلونکی جوړوي . د هیواد او ملت په توګه د امنیت او استقرار په فضا کې د روښانه راتلونکې په لورې پرمختګ کوو او د سیمې روان دردونه او غمونه په ډیره ښه توګه حس کوو او پدې درد او غم کې ځان شریک بولو.
د اختر په ورځو کې چې څرنګ زموږ ماشومان د خوښۍ په فضا کې خوښي کوي غواړو چې د نړۍ په هر ګوډ کې او په ځانګړې توګه په شاوخوا هیوادونو کې هر ماشوم ددوې په څیر د سولې او امنیت په فضا کې خوښي وکړي.
پداسې حال کې چې نن ورځ په ترکیه کې یو تن ترک په ډیر لوی تسلمیت او سولې او امنیت په فضا کې د قربانۍ وجیبه پرځای کوي، د خپلو دوستانو او خپلوانو سره خپله خوښي شریکوي د الله د دربار نه غواړو چې په ټول عالم اسلام کې ټول مسلمانان د سولې او امنیت په فضا کې خپله خوښي او اختر د خپلو دوستانو او خپلوانو سره شریک کړي. د الله د دربار نه زموږ غواړو چې په ګاونډیو هیوادونو کې هم زموږ ورورنو ته سوله ، ثبات، رفاح ، فلاح او ازادي په نصیب کړي او د خپل دې نعمت نه دوی هم برښمند کړي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړې ده زه پوره باور لرم چې ستاسې نه یو زیات شمیر هیوادوالو خپلې قربانۍ مظلومو او فقیرو خلکو ته استولي دي . د هیواد په دننه کې مو لومړی کورنیو او وروسته بیا ګاونډیو او خپلوانو ډیر خیال ساتۍ خو ستاسې نه زما غوښتنه داده چې پدې بختورو شپو او ورځو کې په ټوله نړۍ کې د ټولو مظلومو او بې وزله خلکو خیال وساتۍ او لږ تر لږه دعا ورته وکړۍ.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې په ګاونډیو هیوادونو، د مځکې په سر په ټولو دوستو او ورورنو هیوادونو کې دایمي سوله ، ثبات، رفاح او امنیت زموږ د بهرني سیاست په سر کې قرار لري.
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په سیمه کې د هیڅ کوم هیواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو او د چا خاورې ته مو نیت بد کړی ندی.
د تاریخ په اوږدو کې نه زموږ نیکونو او نه هم موږ نورو هیوادونو سره مو د خپلو ګټو په خاطر اړیکې ندي جوړې کړي.
ولسمشر ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې موږ په سیمه کې سوله غواړو، ثبات او حضور غواړو، امنیت او رفاح غواړو. په سیمه کې د هیڅکوم هیواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو او داسې کوم نیت هم نلرو. خو پداسې حال کې چې په سیمه کې د وینو سیلابونه روان وي، بې ګناه او معصومې ښځې او ماشومانو په قتل رسول کیږي، په میلیونونو تنه انسانان د خپلو کورونو ، سیمو او خاورې نه شړل کیږي پدې باندې سترګې پټولی نشو. دا حق نه پلوي د تاریخ په اوږدو کې تل موږ ته د نیکونو لخوا میراث پاتې دی.
ولسمشر اردوغان ویلي دي یو قوي هیواد لکه څرنګه چې د هیواد د پولو په ددننه کې د سولې او امنیت په خاطر مبارزه کوي باید د پولو نه بهر هم مبارزه او مجادله وکړي. د تاریخ په اوږدو کې د تل په څیر موږ د یو قوی هیواد او دولت په توګه د هیواد دننه او بهر خپل دا لوی مسولیت ادا کړی او دې لارې ته به دوام ورکړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه