ناټو: كه په تركيې بريد وشي نو ټول غړي به د تركيې تر څنګ ودريږي

147033
ناټو: كه په تركيې بريد وشي نو ټول غړي به د تركيې تر څنګ ودريږي

د ناټو سرمنشي ين سټولټنبرګ وويل چې په تركيې باندې د بريد په حال كې به د ناټو د سازمان د ۵مې مادې په اساس ټول غړي هېوادونه د تركيې ترڅنګ ودريږي او متقابل بريد به وكړي.
نوموړي همداراز وويل چې په راتلونكې اونۍ كې به تركيې ته لاړ شي او پدې اړه به د تركي مقاماتو سره له نږدې خبرې وكړي.
د ناټو د سازمان د تړون د پينځمې مادې په اساس `` د ناټو د سازمان پر يو غړي باندې بريد كول په حقيقت كې په ټولو غړو باندې بريد شمېرل كيږي. ددې امله ټول غړي هېوادونه مكلف دي چې د بريد كوونكي په وړاندې ځواب ووايي.
د يادولو وړ ده چې د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر د مياشتې د ۱۱ نېټې د پېښو نه وروسته د ناټو ۵مه ماده د لومړي ځل لپاره عملي شوه او ټولو غړو هېوادونو په افغانستان كې د طالبانو په وړاندې په ګډه عمليات پيل كړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه