د ترکیې ۶ پوهنتونونو د نړۍ تر ټولو ښو ۴۰۰ پوهنتونونو کې ځای ونیو

د ترکیې ۴ پوهنتونو د نړۍ تر ټولو د ښو ۲۰۰ پوهنتونونو او جمعآ ۶ پوهنتونونو بیا د نړۍ تر ټولو د ښو ۴۰۰ پوهنتونونو په کتار کې ځای نیولی دی .

147403
د ترکیې ۶ پوهنتونونو د نړۍ تر ټولو ښو ۴۰۰ پوهنتونونو کې ځای ونیو

د ترکیې ۶ پوهنتونونو د نړۍ تر ټولو د ښو ۴۰۰ پوهنتونونو په کتار کې ځای ونیو .

د ترکیې ۴ پوهنتونو د نړۍ تر ټولو د ښو ۲۰۰ پوهنتونونو او جمعآ ۶ پوهنتونونو بیا د نړۍ تر ټولو د ښو ۴۰۰ پوهنتونونو په کتار کې ځای نیولی دی .
په انګلستان کې چاپیدونکي د ټایمز هایر اجوکیشن په نامه اونیزې مجلې د نړۍ تر ټولو د ښو ۴۰۰ پوهنتونونو لست خپور کړ.
پدې لست کې په لومړنیو ۲۰۰ کې ۴ ترکي پوهنتونونو او په لومړنیو ۴۰۰ کې بیا ۶ ترکي پوهنتونونو ځای نیولی دی .
د یادولو وړ ده چې د ټایمز هایر اجوکیشن مجله د ۱۱ کلونو راهیسې هر کال د نړۍ د تر ټولو ښو پوهنتونو لست خپروي . د امریکا د کالیفورنیا د تکنالوژۍ انیستیتیوت دا ۴ ځل دی چې د نړۍ تر ټولو د ښه پوهنتون په توګه ټاکل کیږی.
د امریکا د هارورد پوهنتون دویم ، د انګلستان د اکسفورد پوهنتون بیا دریم مقام ، او د امریکا د ستانفورد پوهنتون څلورم او د انګلستان د کامبریج پوهنتون پنځم مقام خپل کړی دی.
ویل کیږي دا لست د پوهنتونو د څيړونو، د معلوماتو د ویش، نړۍوال انځور، د تدریس شرایط او ددې په څیر یو زیات شمیر نورو اساساتو په نظر کې نیولو سره جوړیږي.
همداشان د پوهنتونونو د تدریس کیفیت تر ټولو مهم معیار بلل کیږي.
پداسې حال کې چې تیر کال پدې لست کې په لومړنیو ۲۰۰ پوهنتونو کې د ترکیې یواځې یو پوهنتون شتون درلود سږ کال بیا دا شمیره ۴ ته لوړه شوې ده .
د یادولو وړ ده چې پدې لست کې د ترکیې د منځني ختیځ تخنیک پوهنتون ۸۵ ، د بوغازایچي پوهنتون ۱۳۹،استانبول تخنیک پوهنتون ۱۶۵ ، سبانجي پوهنتون ۱۸۲ او بیلکنت پوهنتون ۲۰۱ او د کوچ پوهنتون ۳۰۱ ځای خپل کړی دی .
د ټایمز هایر ایجوکیشن د مجلې مسول فیل باتي په لست کې د ترکیې د موقف په اړه وویل چې سږ کال د ترکیې لپاره یو ډیر ښه کال دی . د ترکیې پوهنتونو جدي پرمختګ کړی دی چې ددې تر ټولو مهم لامل څيړنې دي.
د ترکیې د علمي او ټکنالوژیکو څیړونو ادارې او د ترکیي د اټومي انرژۍ د ادارې لخوا په ګډه د بوزون هیګز د زرې موندل ، د څيړونو او پراختیا په برخه کې پانګه اچونې مهم رول لوبولی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه