اردوغان: نړۍ د هغوى غلامه نه ده.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په جوړښت باندې د نيوكې سره وويل چې `` دا نړۍ نه امريكا، نه د روسيې، نه د انګلستان، نه د فرانسې او نه د چين غلامې منلى نشي.``

143455
اردوغان: نړۍ د هغوى غلامه نه ده.

اردوغان: نړۍ د هغوى غلامه نه ده.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په جوړښت باندې د نيوكې سره وويل چې `` دا نړۍ نه امريكا، نه د روسيې، نه د انګلستان، نه د فرانسې او نه د چين غلامې منلى نشي.``
اردوغان د نړۍ په اقتصادي فورم كې د ګډون نه وروسته ددې فورم د موسس او ريس سره د خبرو اترو په ترڅ كې يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په غير عادلانه جوړښت باندې نيوكه وكړه او څرګنده يې كړه چې `` نړۍ د پينځو هېوادونو نه لويه ده. نړۍ اوسمهال د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو نه جوړه ده. د امنيت شورا بايد د ۵ دايمي غړو د پرېكړو په اساس تصميم ونه نيسي. دا يو غير عادلانه سيستم دى. ټوله نړۍ د خپلې راتلونكې په اړه په تصميم نيولو كې حق لري.``
ولسمشر اردوغان په سوريه كې د روان كړكېچ په اړه د لوديځ په دريځ هم نيوكه وكړه او څرګنده يې كړه چې `` د كيمياوي وسلو د كارولو په پايله كې د وژل شوو كسانو شمره ۱۶۰۰ تنه ده. لوديځوالو ددې وسلو د لمنځه وړلو لپاره سمدستي عملي ګامونه پورته كړل او وسلې يې د سوريې نه وويستلې او له منځه يې يوړلې. پداسې حال كې چې په سوريه كې د نورو وسلو په واسطه د وژل شوو كسانو شمېره ۲۵۰ زره ده. ددې سره سره يې په سوريه كې په روان كړكېچ سترګې پټې كړې. د داعش په نامه د ډلې د ظهور سره لويديځوالو يو ځل بيا خطر احساس كړ او په هوايي بريدونو يې پيل وكړ.`` اردوغان څرګنده كړه چې د نړۍ دا دريځ زموږ لپاره د منلو وړ ندى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه