اردوغان: د كودتاچيانو سره عكس نه اخلم.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه كې د وينا په ترڅ كې وويل چې `` د هغو رژيمونو د مشرانو سره چې د غير ديموكراتيكو لارو يې قدرت ترلاسه كړى او په خپلو خلكو ظلم كوي خبرې نه كوم.``

143655
اردوغان: د كودتاچيانو سره عكس نه اخلم.

اردوغان: د كودتاچيانو سره عكس نه اخلم.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه كې د وينا په ترڅ كې وويل چې `` د هغو رژيمونو د مشرانو سره چې د غير ديموكراتيكو لارو يې قدرت ترلاسه كړى او په خپلو خلكو ظلم كوي خبرې نه كوم.``
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې چې تېره ورځ په نيويارك كې ترسره شوه د مصر د كودتاچي رژيم مشر جنرال عبدالفتاح السيسي د وينا پرمهال ولسمشر اردوغان غونډه پرېښودله او د سالون نه ووتلو. اردوغان خبريالانو ته وويل چې `` نه غواړم چې د مصر د لومړني ټاكل شوي ولسمشر محمد مرسي د اقتدار د لمنځه وړونكي رژيم د ولسمشر سره په يو عكس كې راشم.``
ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د تركيې دريځ روښانه دى. تركيه به تل پخپله سيمه كې د ظالم پر وړاندې د مظلومو انسانانو ترڅنګ ولاړه وي.
اردوغان په منځني ختيځ كې د ترهګرۍ پړه پر لويديځو هېوادونو واچوله او څرګنده يې كړه چې د منځني ختيځ په هېوادونو كې د خلكو د غوښتنو او ولسي غورځنګونو په وړاندې د نړيوالې ټولنې چوپه خوله، شك او ترديد، غير عادلانه كړنلارې او دوه مخي سياست په پايله كې سيمه د ترهګرۍ په ځالو بدله شوه.
ولسمشر اردوغان په مصر كې د محمد مرسي په مشرۍ د خلكو لخوا ټاكل شوي اقتدار ته په اشارې سره وويل چې `` داسې ولسمشر چې د ۵۲ سلنې رايو په ترلاسه كولو سره په قانوني ډول د مصر ولسمشر شوى دى د كودتاچيانو لخوا راپرځول كيږي او په زندان كې اچول كيږي. لوديځ هېوادونه چې د ديموكراسۍ زانګو بلل كيږي پاڅيږي او كودتاچي رژيم په رسميت پېژني. د همدې غير مشروع رژيم مشر بيا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې وينا اوروي. زه د رجب طيب اردوغان په صفت نه غواړم چې د هغو كسانو په كتار كې ودريږم چې معصوم انسانان يې وژلي وي.``
د اردوغان په وينا په منځني ختيځ كې محروم او بې وزله كسان د بېچاره ګۍ په پايله كې د ترهګرو ډلو په لومو كې نښلي. تركيې د اوږدو مودې راهسې تل ټينګار كړى دى چې په منځني ختيځ كې ترهګري او په لوديځ كې `اسلام دښمني` د نړۍ لپاره لوى ګواښ دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه