اردوغان:په کومه نړۍ کې چې ماشومان وژل کیږي هلته هیڅوک بیګناه ندي

137391
اردوغان:په کومه نړۍ کې چې ماشومان وژل کیږي هلته هیڅوک بیګناه ندي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو د سازمان په ۶۹ عمومي اجلاس کې د نړۍ مشرانو ته  وینا وکړه .

ولسمشر اردوغان خپله وینا ددې خبرې په یادونې چې د لومړنۍ نړۍوالې جګړې په سلمه  کلیزه کې قرار لرو پيل کړه. ولسمشر اردوغان وویل چې  لومړنۍ نړۍواله جګړه په ۱۹۱۴ کلونو کې پيل شوه چې  په سلمه کلیزه کې قرار لرو. ولسمشر اردوغان وویل سره ددې چې د لومړنۍ نړۍوالې جګړې نه سل کلونه  تیریږي خو  اوس هم په نړۍ کې جګړې او تاوتریخوالی  دوام لري.

ولسمشر اردوغان زیاته  کړه چې  نن  ورځ  نړۍ د داسو پیښو شاهدي کوي چې  د بشریت  وجدان يي  ټپي کړی دی . ښځې او ماشومان  په جګړو او نښتو کې په ډیره بې رحمانه  ډول  سره  وژل کیږي. د نړۍ بډایه هیوادونه  د خپل رفاح  او پرمختګ په خاطر  د یو بل سره سیالي کوي خو فقیر او بې وزله هیوادونه بیا د ولګې او ناچارې په دریاب کې  ډوب  دي .

دا تابلو په اصل کې د انسانیت د شان او شوکت سره برابره تابلو نده. دا ستونزه  د ټول بشریت او په ځانګړې توګه  د ملګروملتونو ستونزه  ده.

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه په کومه نړۍ کې چې  په نا حقه توګه  معصوم او بې ګناه ماشومان وژل کیږي  پدې نړۍ  کې هیڅوک بې ګناه او معصوم  ندي. هر سړی  مسولیت  لري او هیڅ په امنیت کې ندی.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  په سوریه کې په روانه کورنۍ جګړه کې  ۱۷ زره تنه معصومه  او بې ګناه  ماشومان  وژل شوي دي او ۱۹ زرو تنو نورو د وجود غړي د لاسه ورکړي دي .

یواځې په روان کال کې  د فلسطین په غزه کې  ۴۹۰ تنه معصوم ماشومان په ډیرې بې رحمۍ سره  په قتل  ورسول شول او ۳ زره تنه نور ټپیان شول. د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې  په ساحل کې  د لوبو پر مهال  په توغندیو وویشتل شول او په قتل  ورسول شول.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې نن ورځ په مدرنه نړۍ کې ناسمو سیاستونو د انسانانو ترمنځه  او په عدالت  باور او اعتماد له منځه تللی  او انسانان  د ناهیلۍ په لورې روان  دي او هڅول کیږي. ولسمشر اردوغان  د نړۍوالې ترهګرۍ د رامنځته کیدو د لاملونو نه یو همدا مسله په ګوټه کړه . همداشان په نړۍ کې هغه برخو کې د ملګروملتونو په سازمان يي  باور او اعتماد د لاسه ورکړی او ناهیلي شوي دي د ترهګرو لخوا جذب کیږي او د هغوې په جال کې  بندیږي.

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه چې نړۍ ددې بې عدالتیو ښکاره بیلګه په مصر کې  ولیده. په مصر کې لومړنی  منتخب ولسمشر د عسکري کودتا سره  له واکه  لرې او زنداني  شو او په زرګونه تنه  د ډیموکراسۍ پلویان  په ناحقه توګه  په قتل ورسول شول خو نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان  یواځې ننداره وکړه او بس.

ولسمشر اردوغان په منځني ختیځ کې روانو ستونزو او کړکیچونو ته په اشارې سره وویل چې  نن ورځ موږ په سیمه کې  د روانو ستونزو سره  یواځې د انساني او وجداني پلوه  برخورد کوو. ترکیه  نن ورځ  د خپلو امکاناتو سره د یو نیم میلیون تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي. ولسمشر اردوغان  وویل چې  یواځې په پنځو ورځو کې ۱۵۰ زره کوردان  د داعش  د ویرې  ترکېې ته راغلي دي . 

همداشان ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو په سازمان  او امنیت شورا سختې نیوکې وکړې . اردوغان وویل چې د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو د ملګروملتونو  د سازمان نه ټول صلاحیتونو اخیستي دي او څه چې دوی وغواړي هغه کیږي. دا په اصل کې پخپله بې عدالتي ده او په ملګروملتونو سازمان يي د خلکو باور او اعتماد  له منځه وړی  دی . 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه