ولسمشر اردوغان امريكا ته سفر وكړ.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريكا د متحدو ايالتونو د نيويارك په ښار كې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې د ګډون په موخه تېره شپه نوموړي هېواد ته لاړ.
134343
ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريكا د متحدو ايالتونو د نيويارك په ښار كې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې د ګډون په موخه تېره شپه نوموړي هېواد ته لاړ.
له اردوغان سره پدې سفر كې د بهرنيو چارو د وزير مولود چاووش اوغلو سربېره د اقتصاد، چاپېريال او ښار جوړونې او د اروپايي ټولنې د چارو وزيران هم ملتيا كوي.
اردوغان به د ملګرو ملتونو د بهرنيو اړيكو په شورا كې وينا واوروي. وروسته به د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان كي مون سره ليدنه وكړي. ولسمشر اردوغان به همداراز نن ماښام په نيويارك كې په ``تركي كور`` كې يوه مېلمستيا جوړه كړي.