کویټي ډیپلومات په انقره کې ترکي منصبدار ټپي کړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې د کویټ سفیر د نوموړي هیواد د سفارت د اتشې لخوا د ترکي منصبدار د ټپي کولو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

131567
کویټي ډیپلومات  په انقره کې ترکي منصبدار ټپي کړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  په انقره کې د کویټ سفیر عبدالله عبدالعزیز  د نوموړي هیواد د سفارت د اتشې لخوا  د یو تن ترکي منصبدار  د ټپي کولو له امله  د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د سرچینې د خبر له مخې  د سپتمبر په لسمه نیټه  د کویټ  د سفارت  اتشې په انقره کې  د لارې د مسلې په سر  د ترکي منصدار سره  لومړی  لفظي مشاجره  کړې وه او وروسته پرې  برید کړی وو. د ویلو ده چې  کویټي ډیپلوماټ  د خپل  چلوونکي سره یو ځای د حکان کره کوش  په نامه  ترکي منصبدار  ټپي کړی وو.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت  د نوموړې پیښې له امله  سمدلاسه د کویټ د هیواد سفیر  د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ چې نوموړی  د انقرې نه بهر وو. د کویټ سفیر انقرې ته راستنیدو نه وروسته  سمدلاسه د بهرنیو چارو وزارت ته احضار  د مسلې په اړه ترینه  د معلوماتو غوښتنه وشوه.

د هیواد د بهرنیو چازو وزارت  وویل چې  دا پیښه  به  د هیواد د پولیسو او قضايي ارګانونو لخوا د ټولو اړخو سره  وڅیړل شي او وروسته به يي په اړه  لازمه  پریکړه وشي. دا لومړی ځل  دی چې  د یو بهرني هیواد ډیپلوماټ  د کوربه هیواد په منصبدار  برید کوي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه