ولسمشر اردوغان په قطر كې دى.
ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د قطر د امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني په رسمي بلنه تېر ماښام د نوموړي هېواد پلازمېنې دوحې ته تللى دى نن به په رسمي ليدنو پيل وكړي.
126045
ولسمشر اردوغان په قطر كې دى.
ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د قطر د امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني په رسمي بلنه تېر ماښام د نوموړي هېواد پلازمېنې دوحې ته تللى دى نن به په رسمي ليدنو پيل وكړي.
اردوغان پرون ماښام په دوحه كې د قطر د پخواني امير شيخ حمد بن خليفه آل ثاني لخوا په هغه مېلمستيا كې هم ګډون وكړ چې دده په وياړ جوړه شوې وه.
اردوغان به نن د قطر د امير شيخ تميم بن خليفه سره د ليدنې پرمهال په سوريه او عراق كې د روانو چارو په اړه بحث وكړي.
په عراق او سوريه كې د داعش د ډلې په وړاندې د ګډې مبارزې او سيمه ايز استقرار موضوعګانې د ليدنې په اجندا كې ځاى لري.
ولسمشر اردوغان سره پدې سفر كې د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير تانر ييلدز، د ملي استخباراتو عمومي مشر خاقان فيدان او يو شمېر نور دولتي چارواكي ملتيا كوي.