ولسمشر اردوغان نن د امریکا د ولسمشر اوباما سره لیدنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو د سرمشریزې په دویمه او وروستۍ ورځ د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره دوه په دوه لیدنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو د سرمشریزې په دویمه او وروستۍ ورځ د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره دوه په دوه لیدنه وکړه.
د امریکا ولسمشر اوباما وویل د ولسمشر په توګه د ټاکل شوي اردوغان سره یو ځل بیا د لیدنې له امله ډیر خوښ یم. ترکیه د ناټو په سازمان کې د قوي متفق نه سربیره د اروپا ، منځني ختیځ او اسلامي نړۍ ترمنځه پله دنده ترسره کوي چې د همدې امله د ترکیې فکر او وړاندیزونه زموږ لپاره ځانګړې اهمیت لري او د بې صبرانه توګه د ترکیې د وړاندیزونو انتظار باسو.
د یادولو وړ ده چې پدې لیدنه کې د عراق ، سوریې ، منځني ختیځ او شمالي افریقا په ګډون په یو زیات شمیر مسلو او پرمختګونو خبرې وشوې.
همداشان په لیدنه کې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فتح الله ګولن د اعادې او یا د امریکا نه د ویستو په مسلې د اوباما سره د فکر راکړه ورکړه وکړه.
اردوغان او اوباما په عراق او سوریه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړې. په لیدنه کې د اوکراین د وروستیو پرمختګونو په اړه هم خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان د ناټو په سرمشریزه کې د اوکراین په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د اوکراین په یووالي ، ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ټینګار کوو او د نوموړی هیواد نه ملاتړ ته دوام ورکوو.
ولسمشر اردوغان د ناټو د دوه ورځنۍ سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنې وکړې.
ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د جرمني لخوا په غیرې قانوني ډول سره د ترکيې د ټیلیفوني مکالماتو د اوریدو په مسلې هم خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د انګلستان د لومړي وزیر دیوید کامرون سره په لیدنه کې په ناقانونه توګه د ټیلیفوني مکالماتو د اوریدو او داعش د ګواښونو پر وړاندې د پورته کیدونکو ګامونو په مسلې خبرې وکړې.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د مشر سره هم لیدنه وکړه . پدې لیدنه کې د قبرس په مسلې خبرې وشوې.