د احمد داوود اوغلو په مشرۍ نوي حکومت  د اعتماد رای واخیسته

په ترکیه کې د احمد داوود اوغلو په مشرۍ نوي حکومت د ملي شورا نه د اعتماد رای ترلاسه کړه .

115872
د احمد داوود اوغلو په مشرۍ نوي حکومت  د اعتماد رای واخیسته

په ترکیه کې د احمد داوود اوغلو په مشرۍ نوي حکومت د ملي شورا نه د اعتماد رای ترلاسه کړه .
د یادولو وړ ده چې نن د ماسپخین په ۱۲ بجو د هیواد ملي شورا نوي حکومت ته د اعتماد د رای د ورکولو په خاطر فوق العاده غونډه وکړه .
په غونډه کې د احمد داوود اوغلو په مشرۍ نوي حکومت د ۳۰۶ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د ملي شورا نه د اعتماد رای ترلاسه کړه .
پدې فوق العاده غونډه کې ۴۳۹ تنو وکیلانو ګډون کړی وو چې نوي حکومت د ۳۰۶ تنو نه د اعتماد رای ترلاسه کړه .
پدې ډول سره په ترکیه کې د احمد داوود اوغلو په مشرۍ نوي حکومت رسمآ په خپلې دندې پیل وکړ.
د ترکیې نوې کابینه د تیرې دوشنبې په ورځ د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو لخوا جوړه او اعلان شوې وه.
احمد داوود اوغلو په مشرۍ نوي حکومت د ملي شورا نه د اعتماد د رایي د ترلاسه کولو نه وروسته لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په ملي شورا کې د ټولو نه مننه وکړه .
لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په ملي شورا کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د نوي حکومت د چارو په سر کې په هیواد کې د ډیموکراسۍ د بڼسټ او اساس لا قوي کول ، د هیواد د اقتصادي وړتیا لوړول، فعاله بهرنی سیاست دی.
لومړي وزیر احمد داوود اوغلو وویل چې هیڅ قوت او طاقت به پدې برخو کې د نوي حکومت اعظم او اراده ماته نکړي . وزیر داوود اوغلو وویل چې نوی حکومت به په هره برخه کې د مخالفو ګوندونو لخوا ترسره کیدونکو نیوکو ته ډیر زیات دقت وکړي.
د یادولو وړ ده چې د هیواد لومړی وزیر احمد داوود اوغلو نن د قونیې په ښار کې یوې لویې غونډې ته وینا کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه