رجب طیب اردوغان خپل دویم رسمي او بهرنی سفر اذربایجان ته ترسره کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل دویم رسمي او بهرنی سفر اذربایجان ته ترسره کړ.

112550
رجب طیب اردوغان خپل دویم رسمي او بهرنی سفر اذربایجان ته ترسره کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل دویم رسمي او بهرنی سفر اذربایجان ته ترسره کړ.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د نوموړي هیواد د ولسمشر الهام علیوف لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.
د یادولو وړ ده چې د اذربایجان ولسمشر علیوف د ولسمشر اردوغان نه د ولسمشرۍ د ماڼۍ په مښکې د ځانګړو عسکري مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.
د هر کلي د مراسمو نه وروسته دواړو مشرانو دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته يي د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو، د ملي دفاع وزیر عصمت یلمز او انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر تانر یلدز هم ملګرتیا کوي.
د نوموړي سفر په اصلي اجندا کې د انرژۍ او ټرانسپورت مسلې شتون لري.
د ویلو ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د اذربایجان د ولسمشر الهام علیوف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې هم ګډون وکړي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان به په اذربایجان کې د خپلو رسمي لیدونو کتنو د پایته رسولو نه وروسته د ناټو په عالي سرمشریزه کې د ګډون په موخه د انګلستان د ګالر ښار ته سفر وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه