ولسمشر اردوغان نن شمالي قبرس تركي جمهوريت ته ځي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان به د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ كې نن د شمالي قبرس تركي جمهوريت هېواد ته سفر وكړي.
ولسمشر اردوغان نن شمالي قبرس تركي جمهوريت ته ځي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان به د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ كې نن د شمالي قبرس تركي جمهوريت هېواد ته سفر وكړي.
اردوغان به نن له غرمې وروسته نوموړي هېواد ته ورسيږي. ددې ليدنې پر مهال به ولسمشر اردوغان د ډاكټر فاضل كوچوك او لومړني ولسمشر رووف دينكتانش مزارونو ته لاړ شي او د درناوي مراسم به وړاندې كړي.
اردوغان به د قبرسي چارواكو سره د ليدنې نه وروسته په سيمه كې د تركيې د سوله ساتو ځواكونو د قوماندانۍ نه هم ليدنه وكړي.
لومړى وزير اردوغان به د سپتمبر په دريمه نېټه د دوست هېواد آذربايجان پلازمېنې باكو ته هم لاړ شي. ولسمشر به د خپل آذري سيال الهام علي اېف سره د انرژۍ په برخه كې د لويو پروژو د عملي كولو په موخه اړوند پروتوكولونه لاسليك كړي. د ليدنې پرمهال به د ګازو د هغې نل ليكې د پروژۍ د بنسټ ډبره هم كېښودل شي چې د تركيې له لارې د آذربايجان ګاز به اروپايي ټولنې ته انتقال كړي.