د لومړې د مراسمو لپاره د بهرنيو مېلمنو راتګ پيل شو.

د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د لوړې په مراسمو كې چې د ټاكنو په پايله كې د تركيې د ولسمشر په توګه وټاكل شو د شاوخوا ۷۰ هېوادونو لوړپوړي چارواكي تركيې ته را روان دي.

105356

د مقدونيا ولسمشر جورج ايوانوف لومړنى بهرنى مېلمه وو چې نن سهار انقرې ته را ورسېد.
د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظر باييف، د بوسنيا هرزګوينا د ولسمشرۍ د شورا ريس باقر عزتبېګوېچ او د سوماليا ولسمشر حسن محمود به هم نن انقرې ته را ورسيږي.
د لوړې په مراسمو كې د ارمنستان هېواد ته هم بلنه وركړل شوې ده. د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزير اېډوارډ نالبنديان به هم پدې مراسمو كې ګډون وكړي.
په مراسمو كې به د قطر امير، د بلغاريا، مالدويا او البانيا ولسمشران هم ګډون وكړي.
همداراز به د امريكا د متحدو ايالتونو د سفارت مستشار او د جرمني د كورنيو چارو وزير هم په مراسمو كې ګډون وكړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه