د ترکیې واکمن ګوند د اردوغان د ځای ناستي د ټاکلو په هڅه کې دی

د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د ځای ناستي د ټاکلو په خاطر هلې ځلې کوي.

88448
د ترکیې واکمن ګوند د اردوغان د ځای ناستي د ټاکلو په هڅه کې دی

د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د ځای ناستي د ټاکلو په خاطر هلې ځلې کوي.
لومړی وزیر اردوغان په همدې چوکاټ کې د پنجشنبې په ورځ د عدالت او پراختیا ګوند د ولایتي شوراګانو د ریسانو سره او د جمعې په ورځ په ولسي جرګه کې د یاد شوي ګوند د استازو سره سلا مشوره کوي.
لومړی وزیر رجب طیب اردوغان ولسمشرۍ ته د ټاکل کیدو نه وروسته د هغه نه دوه څوکۍ خالي کیږي چې یوه يي د عدالت او پراختیا د ګوند د مشرۍ او بله د لومړي وزیرۍ څوکۍ ده. د عدالت او پراختیا واکمن ګوند دې دوو څوکیو ته د مناسب یو تن د ټاکلو په خاطر هلې ځلې کوي.
د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د اګست په ۲۷ نیټه د عمومي کانګرې د جوړولو پریکړه وکړه چې ددې نیټې نه دمخه باید د ګوند مشر وټاکل شي.
لومړی وزیر رجب طیب اردوغان د اګست په ۲۸ نیټه د ولسمشر عبدالله ګل د دندې د مودې د پوره کیدو سره سم په ملي شورا کې د لوړې د ترسره کولو نه وروسته د ترکیې جمهوریت د ۱۲ م ولسمشر په توګه دنده پیلوي.
لومړی وزیر اردوغان د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه سمدلاسه وروسته باید یو تن د نوي حکومت د جوړولو دنده وسپارلي چې ددې نیټې پورې باید د عدالت او پراختیا د ګوند مشر معلوم شي.
لومړی وزیر اردوغان به پدې مشورتي غونډو کې د ګوند مشر باید څوک وټاکل شي پوښتنه وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه