اردوغان:اسراییلو په غزه کې د عام وژنو سره د هټلر نه خپه اړولې ده

په ترکیه کې د ولسمشرۍ د نوماندانو تبلیغاتي کمپاینونه دوام لري.

78112
اردوغان:اسراییلو په غزه کې د عام وژنو سره د هټلر نه خپه اړولې ده

په ترکیه کې د ولسمشرۍ د نوماندانو تبلیغاتي کمپاینونه دوام لري.
د ولسمشرۍ نوماند او لومړي وزیر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د هیواد د بالکیسیر او ازمیر په ولایتونو کې خلکو ته وینا وکړه .
لومړي وزیر اردوغان په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه هغه پخوانۍ ترکیه نده ، نن ورځ په نړۍ په مقابل کې یوه نوې ترکیه قرار لري. یوه داسې ترکیه چې د خبرې ، ځانګړې موقف او اهمیت خاوند دی. یو داسې هیواد چې په نړۍ کې د نورو لپاره لارښود او مشرۍ کوي.
لومړي وزیر اردوغان په غزې د اسراییلو روان وحشیانه او ضد انساني بریدونه یو ځل بیا په کلکو ټکو وغندل او وویل چې اسراییل په غزه کې قتل عام ته دوام ورکوي او نړۍ ورته رڼې رڼې ګوري. اسراییلو په غزه کې په عام وژنو کې د هټلر لخوا د ترسره شوو عام وژنو نه خپه اړولې ده.
لومړي وزیر اردوغان زیاته کړه چې د اسراییلو دې دریځ ته په کتو سره په منځني ختیځ او نړۍ کې سوله ناممکنه خبره ده .
لومړي وزیر اردوغان یو ځل بیا په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په روانو عام وژنو سترګې مه پټوۍ او ددې عام وژنو د مخنیوي په خاطر په حرکت پیل وکړۍ. اسراییلو حکومت چې ټول نړۍوال قوانین او نورمونه د خپلو لاندې کوي او د عام وژنو تګي دي ددوې باید مخه ونیول شي.
لومړي وزیر اردوغان وویل اسراییلو د خپل یو تن لا درکه شوي سرتیري په خاطر اوربند مات او په سلګونو تنه بې ګناه او معصوم ماشومان ، ښځې او ملکي وګړي په قتل ورسول. زه د نړۍوالې ټولنې نه چې د اسراییلو د لا درکه شوي سرتیري د خوشې کولو او پیدا کولو په خاطر هلې هلې کوي یوه پوښتنه لرم چې آیا اسراییلي سرتیری انسان دی او په غزه کې وژل شوي څه باندې ۱۷۰۰ تنه بې ګناه انسانان انسانان ندي؟
همداشان د ولسمشرۍ بل نوماند اکمل الدین احسان اوغلو تیره ورځ د هتای په ولایت کې خلکو ته وینا وکړه . احسان اوغلو وویل چې د یو داسې هیواد غوښتونکې یو چې د هر ډول تفرقو او اختلافاتو نه پاک او سولې او ثبات پکې حاکم وي. نوموړي وویل چې ولسمشر باید په مساوي توګه ټولو سیاسي مفکوره درناوی ولري.
د ولسمشرۍ بل نوماند صلاح الدین دیمیرتاش د ترکیې د بینګول او تونجلي په ولایتونو کې خلکو ته وینا وکړه .
دیمیرتاش وویل چې په هیواد کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کیږي.
دیمیر تاش په ترکیه کې د یوې ژبې ، یو دین او یو ملت په اساس د نیوکې سره وویل چې په ترکیه کې ورورولۍ او یووالی هله رامنځته کیدی شي چې ټولو ته مساوي حقونه ورکړل شي او په ګډه توګه د ټولو قومونو ترمنځه څنګ په څنګ ژوند کول غوره شي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه