په ټوله ترکیه کې د اسراییلو پر خلاف مظاهرې دوام لري.
په پلازمینه انقره کې په سلګونو تنه د اسراییلو د سفارت او سفیر د کور په مښکې راټول شوي دي او د اسراییلو پر خلاف شعارونه ورکوي.
په ټوله ترکیه کې د اسراییلو پر خلاف مظاهرې دوام لري.
په پلازمینه انقره کې په سلګونو تنه د اسراییلو د سفارت او سفیر د کور په مښکې راټول شوي دي او د اسراییلو پر خلاف شعارونه ورکوي.
مظاهره کوونکو د اسراییلو د سفارت په مښکې د اسراییلو په خونړیزو بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو لپاره غیابي د جنازې لمونځ ادا شو.
د ویلو ده چې په سلګونو تنو د تیرې شپې راهیسې د اسراییلو د سفارت په مښکې خیمي وهلي دي او د اسراییلو پر خلاف شعارونه ورکوي. مظاهره کوونکي مرګ په اسراییلو، قاتل او جاني اسراییل، د اسراییلو بیرغ باید راښکته شي، د اسراییلو سفیر باید د ترکیې نه وویستل شي ، حماس ته سلام او مقامت دوام په څیر شعارونه ورکوي.
د بله پلوه د ترکیې د انساني مرستو د ټولنې غړیو د اسراییلو د سفارت په مښکې د غزې د قربانیانو لخوا د غیابي جنازې لمونځ د ادا کولو نه وروسته د قرانکریم په ختمونو پیل کړی دی .
د بله پلوه د اسراییلو د سفارت په مښکې د احتمالي کومې پیښې په خاطر یو زیات شمیر پولیس ، اور وژونکي موټران او د مداخلې موټران هم ځای په ځای شوي دي.
د ویلو ده چې د ترکیې په هره برخه کې د اسراییلو پر خلاف مظاهرې دوام لري.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل