په افغانستان کې د پروني بریدونو اړوند د ترکیې د خواشینۍ پیغام
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د تیرې ورځې د خونړیزو پیښو له امله د خواشینۍ پیغام خپور کړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د تیرې ورځې د خونړیزو پیښو له امله د خواشینۍ پیغام خپور کړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د افغانستان د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید له امله د ۸۹ تنو د وژل کیدو او شاوخوا ۵۰ تنو د ټپي کیدو خبر لاسه کړ.
په پیغام کې راغلي دي چې افغانستان په یوې ډیرې حساسې تاریخي نقطه کې قرار لري چې دښمن غواړي د خپلو دا ډول نامردانه بریدونو سره په هیواد کې ستونزو پیدا کړي . موږ پوره باور لرو چې افغان میړانه ملت په هیواد کې د سولې او ثابت په خاطر د تاریخ په هره نقطه کې هر ډول خنډونه اوار کړي او نړۍ ته په اثبات رسولې ده .
ددې غمناکې پیښې ټولو قربانیانو ته د الله د دربار څخه رحمت ، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو او افغان ملت ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل