اردوغان يو ځل بيا د اسراييلو بريدونه وغندل.

پداسې حال كې چې ټوله نړۍ پر غزې باندې د اسراييلو د بريدونو او روان ظلم په وړاندې چوپه خوله پاتې دي د تركيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان يو ځل بيا د اسراييلي ځواكونو كلكه غندنه وكړه.

129083
اردوغان يو ځل بيا د اسراييلو بريدونه وغندل.

اردوغان يو ځل بيا د اسراييلو بريدونه وغندل.
پداسې حال كې چې ټوله نړۍ پر غزې باندې د اسراييلو د بريدونو او روان ظلم په وړاندې چوپه خوله پاتې دي د تركيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان يو ځل بيا د اسراييلي ځواكونو كلكه غندنه وكړه. اردوغان د اسراييلو لومړي وزير نتنياهو ته په خطاب كې وويل چې `` تر هغه پورې چې پر غزې باندې دې بمباري بنده كړي نه وي هېڅكله به د تركيې دوستان نشئ.``
اردوغان څرګنده كړه چې پر فلسطين باندې د روانو بنديزونو او محاصرې د سياست د پاى ته رسولو نه پرته د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې نه نورماليږي.
اردوغان زياته كړه چې پر غزې باندې د بريدونو د پاى ته رسولو پرته به په يواځېتوب محكوم وي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه