پر غزې د اسراييلو بريدونو تركيه په غصه كړې ده

پداسې حال كې چې پر غزې باندې د اسراييلو بريدونو د تركيې حكومت غصه راپارولې ده د بهرنيو چارو وزير احمد داوود اوغلو د ډپيلوماټيكي حل لارې د موندنې لپاره هلې ځلې كوي.

128995

داوود اوغلو د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزير سره د ټېلفون په كرښه د تركيې اندېښنې بيان كړې.
داوود اوغلو د خبرو پرمهال پر غزې باندې د اسراييلي ځواكونو د بريدونو په وړاندې د تركيې حكومت اندېښنې او نيوكې يو ځل بيا خپل امريكايي سيال سره شريكې كړي.
دواړو سيالانو د سيمې سره د انساني مرستو د ترسره كول د څرنګوالي په اړه هم بحث وكړ.
پدې ترڅ كې په عراق كې د سياسي حالاتو او د كريميا د پرمختګونو په اړه هم خبرې اترې وشوې.

پيوندونه:

اړوند خبرونه