اردوغان:پدې شان د ترکیې او اسراییلو د اړیکو نورمالیدل ناممنکنه ده

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان وویل په غزه باندې د اسراییلو د بریدونو د دوام په صورت کې به د ترکیې او اسراییلو اړیکې هیdڅکله هم نورمالې نشي.

125643
اردوغان:پدې شان د ترکیې او اسراییلو د اړیکو نورمالیدل ناممنکنه ده

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان وویل په غزه باندې د اسراییلو د بریدونو د دوام په صورت کې به د ترکیې او اسراییلو اړیکې هیڅکله هم نورمالې نشي.
لومړي وزیر اردوغان دا څرګندونې پرون د هیواد د یوزګاټ په ولایت کې د روژه ماتې په پروګرام کې وکړې.
لومړي وزیر اردوغان د یوزګاټ د والي لخوا په جوړ شوي روژه ماټي کې ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې دادی موږ روژه ماتې وکړ خو له بده مرغه چې په فلسطین د اسراییلو بمبارۍ او ظلمونه دوام لري.
لومړي وزیر اردوغان وویل چې د مسلې اړوند يي د ملګروملتونو د سازمان سره خبرې کړي دي .
لومړي وزیر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې موږ د فلسطین په مسله کې تل د یو پلو په توګه پاتې شوي یو او د نوموړي مظلوم ملت نه ملاتړ ته به دوام ورکړو. لومړي وزیر اردوغان په نړۍ غږ وکړ چې په فلسطین کې په روان بشري تراژیدۍ سترګې پټې نکړي.
لومړي وزیر اردوغان زیاته کړه زه یو ځل بیا په اسراییلو غږ کوم تر کومه چې په غزې بریدونه دوام وکړي د ترکیې او اسراییلو ترمنځه اړیکې به هیڅوخت هم نورمالې نشي.
لومړي وزیر اردوغان د فلسطین د ولسمشر محمود عباس او د حماس د ډلې د مشر خالد مشعل سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د هیواد د صدارت د مطبوعاتي مرکز د خبر له مخې لومړي وزیر اردوغان ویلي دي چې د غزې په اړه د ترکيې دریځ معلوم دی او اسراییل باید هر څه ژر اوربند وکړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه