په ترکیه کې د اګست په لسمه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.

په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر د خلکو لخوا ټاکل کیږي.

124463
په ترکیه کې د اګست په لسمه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.

په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر د خلکو لخوا ټاکل کیږي.
په ترکیه کې د اګست په لسمه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.
د ترکیې د ټولټاکنو عالي شورا د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه د شکایتونو او اعتراضونو د ارزولو نه وروسته سبا د نوماندانو وروستی لست اعلانوي.
ټولټاکنو عالي شورا لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د ولسمشرۍ د نوماندانو ابتدايي او موقت لست د جولای په ۸ د سې شنبې په ورځ په رسمي جریده کې خپور شوی وو چې ددینه وروسته د نوماندانو په اړه د شکایتونو او اعتراضونو بهیر پیل شو . د نوماندانو په اړه شکایتونه او اعتراضونه نن د ټاکنو د عالي شورا لخوا څیړل کیږي او وروستی لست به سبا د جولای ۱۱ په رسمي جریده کې خپور شي.
د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې د ولسمشرۍ لپاره درې تنو ځانونه نوماند کړي دي .
لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، د اسلامي همکاریو د شورا پخواني عمومي سکرتر اکمل الدین احسان اوغلو او د حق او دیموکراسۍ د ګوند معادل مشر صلاح الدین دیمیر تاش نوماندان دي .
همداشان د رای اچونې په پاڼو کې د نوماندانو شمیره به د پچې په اساس د جولای په ۱۴ مه نیټه معلومه شي. د رای اچونې په پاڼو کې به د نوماندانو عسکونه هم شتون ولري.
سبا به د ولسمشرۍ لپاره په رسمي کمپاینونو پيل وشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه