د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ازبکستان ته لاړ
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د یو رسمي سفر په ترڅ کې ازبکستان ته تللی دی .
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د یو رسمي سفر په ترڅ کې ازبکستان ته تللی دی .
د ویلو ده چې د داوود اوغلو دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو له پلوه ځانګړې اهمیت لري.
دواړه لوري دې سفر ته په اړیکو کې د یوې نوې پاڼې په سترګه ګوري.
دا سفر د ترکیې او ازبکستان ترمنځه په اړیکو کې د یوې اوږدې مودې راهیسې د لريوالې نه وروسته ترسره کیږي.
وزیر داوود اوغلو به په تاشکند کې د نوموړي هیواد د ولسمشر اسلام کریموف سره لیدنه وکړي.
د ویلو ده چې د ۱۳ کلونو ځنډ نه وروسته د لومړي ځل لپار یو لوړپوړی ترکي چارواکی د ازبکستان نه لیدنه کوي.
وزیر داوود اوغلو په تاشکند کې د خپل ازبک سیال عبدالعزیز کامیلوف سره لیدنه وکړه.
د لیدنې نه وروسته دواړو وزیرانو د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې . داوود اوغلو وویل چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکل کیدو راهیسې تر ټولو مهم سفر ترسره کوي او دې سفر ته سترګې په لاره وو.
داوود اوغلو وویل چې د ترکیې او ازبکستان ترمنځه قوي اړیکې د اسیا د استقرار او ثبات سره ډیره مرسته کوي.
ویل کیږي ازبکستان ته د داوود اوغلو سفر به په متقابله توګه د د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د نورمالولو سره مرسته وکړي. تمه کیږي چې د اړیکو د نورمالیدو سره د دواړو ترمنځه اقتصادي اړیکي هم پرمختګ وکړي.
د ترکیې او ازبکستان ترمنځه د بعضو سوء تفاهمونو له امله د یوې اوږدې مودې راهیسې اړیکې خړې دي.
وزیر داوود اوغلو به سبا د ازبکستان د ثمرقند او بخارا د ښارونو نه لیدنه وکړي.