د ترکیې جنګي بیړۍ د افریقا نه راستنه شوه

د ترکیې د سمندري ځواکونو د بارباروس په نامه جنګي بیړۍ چې درې میاشتې مښکې د تطبیقاتو او دندې په موخه افریقا ته تللې وه بیرته هیواد ته راستنه شوه .

109321
د ترکیې جنګي بیړۍ د افریقا نه راستنه شوه

د ترکیې د سمندري ځواکونو د بارباروس په نامه جنګي بیړۍ چې درې میاشتې مښکې د تطبیقاتو او دندې په موخه افریقا ته تللې وه بیرته هیواد ته راستنه شوه .
د ویلو ده چې افریقا نه راغلو سمندري ځواکونو ته د هیواد د ګولجوک په هډه کې د ځانګړې مراسمو په ترڅ کې هر کلی وویل شو.
د ترکیې سمندري ځواکونه او جنګۍ بیړۍ د ۱۴۸ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په افریقا کې د ۱۰۲ ورځو لپاره دنده ترسره کړه .
دا جنګي بیړۍ د امیرال علی مراد دیده په مشرۍ سیمې ته تللې وه چې نن د ځانګړې مراسمو په ترڅ کې هیواد ته راستانه شول.
پدې مراسمو کې سمندري پرسونل کورنیو هم ګډون کړی وو.
د بارباروس په نامه د ترکیې جنګي بیړۍ او سمندري ځواکونو د خپلې درې میاشتنې دندې پر مهال د ۲۴ افریقايي هیوادونو نه لیدنه وکړه او په سیمه کې خپل تطبیقات په بریالیتوب سره پایته ورسول.
همداشان د هند په اقیانوس کې د سمندري ډاړه مارانو پر خلاف په مبارزه کې هم ونډه واخیسته.


پيوندونه:

اړوند خبرونه