اروپايي ټولنې د ترکیې سره لاسلیک کړی د کډوالو د بیرته منلو تړون

اروپايي هیوادونو ته د ترکانو پرته د ویزې د سفر کولو په لاره کې یو بل مهم ګام هم پورته شو.

76911
اروپايي ټولنې د ترکیې سره لاسلیک کړی د کډوالو د بیرته منلو تړون

اروپايي ټولنې د ترکیې سره لاسلیک کړی د کډوالو د بیرته منلو تړون تصویب کړ. د نوموړو تړون د تصویبیدو سره اروپايي هیوادونو ته د ترکانو پرته د ویزې د سفر کولو په لاره کې یو بل مهم ګام هم پورته شو.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ترکانو لپاره د ویزې د معافیت په بدل کې د ناقانونه کډوالو د بیرته منلو د تړون په اړه د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۱۶ نیټه مذاکرات پیل او تړون لاسلیک شو چې دادې دا تړون د ټولنې لخوا تصویب هم شو.
اروپايي ټولنې د ناقانونه کډوالو د بیرته منلو د تړون د تصویبولو مسلې نه ترکیې ته خبر ورکړ.
بروکسل د مسلې اړوند ویلي دي چې د نوموړي مهم فرصت نه د پورته کټې پورته کولو په خاطر هیله لرو چې ترکي مقامات هم د ناقانونه کډوالو د بیرته منلو تړون هر څه ژر تصویب او نافذ کړي. همداشان دا مسله او بهیر اروپا ته د ترکانو د ویزې د معافیت په برخه کې یو ډیر مهم ګام او پرمختګ بلل کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه