نن د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۶۱ کلیزې سره سمون خوري

76171
نن د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۶۱ کلیزې سره سمون خوري

نن د مې ۲۹ نیټه ده چې د استانبول د فتحې د ۵۶۱ مې کلیزې سره سمون خوري.
د استانبول د فتحې ۵۶۱ کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.
نن د سهار وختي ساعتونو نه د استانبول خلکو د استانبول د فاتح سلطان محمد خان د مزار په زیارت پیل کړی دی .
همداشان پدې چوکاټ کې د استانبول والي حسین اوني موتلو، ښاروال قدیر توپاش، د امنیې قومندان سلامي التنوک او یو زیات شمیر نورو چارواکیو فاتح د جومات او فاتح سلطان محمد د مزار زیارت وکړ.
همداشان د فاتح سلطان احمد په جومات کې د قرانکریم ختم هم وشو. په جومات کې یو زیات شمیر خلکو ته چې پدې مراسمو کې ګډون کړی وو عثماني خواږه شربتونه ورکړل شول.
د ویلو ده چې د عثماني پاچاهانو نه فاتح سلطان محمد خان د نن نه پوره ۵۶۱ کاله مښکې د استانبول ښار فتح کړ. استانبول په ۱۴۵۳کال کې د مې په ۲۹ نیټه د عثماني امپراتورۍ د ځوان پاچا سلطان محمد خان لخوا فتحه شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه