ولسمشر عبدالله ګل او میرمن يي خیرالنساء ګل امریکا ته سفر وکړ

75858
ولسمشر عبدالله ګل  او میرمن يي خیرالنساء ګل امریکا ته سفر وکړ

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل او میرمن يي خیرالنساء ګل نن امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړ.
د هیواد د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ولسمشر عبدالله ګل او میرمن يی خیرالنساء ګل د پوهنتون نه د خپل زوی د فراغت په مراسمو کې د ګډون او یو شمیر لیدونو کتنو په موخه نن امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړ.
په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر ګل د ترکیې د ملکي هوايي چلند د شرکت ترکش ایرلایین په نورمالې الوتکه کې امریکا ته سفر کړی دی .
د ویلو ده چې ولسمشر عبدالله ګل او میرمن يي خیرالنساء ګل به د امریکا د هارورد په پوهنتون کې د خپل زوی عمره ګل د فراغت په مراسمو کې د ګډون سربیره په یاد شوي پوهنتون کې د ترکیې او په سیمه کې د تازه پرمختګونو اړوند یو کنفرانس هم ورکړي.
همداشان ولسمشر ګل به د خپل دې سفر په چوکاټ کې د امریکا د نامتو شرکتونو د لوړپوړو چارواکیو او په باستون او شاوخوا ایالتونو کې د ترک اکاډیمسینانو سره لیدنه وکړي.
ولسمشر ګل به د خپل دې سفر په ترڅ کې د باستون ښاروال مارتین جي والش، د نیویارک پخوانی ښاروال مایکل بلومبرګ او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت پخواني سلاکار جیمز جونیس په څیر یو شمیر چارواکي او نامتو څیرې حضور ته ومني.


پيوندونه:

اړوند خبرونه