په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۶۱۶۱ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۳۸ زره او ۸۷۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۶۱۶۱ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۱۶۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۰۵ میلیونه ۱۱۰ زره او ۹۵۰ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر یو ځل بیا په هغه هیوادوالو چې تر اوسه پورې د کرونا واکسین ندی کړی هر څه ژر د واکسین کولو بلنه ورکړه.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.