روغتیا نړۍوال سازمان : د ژمي میاشتې به ډیرې سختې تیرې شي
د روغتیا نړۍوال سازمان د ژمې په رارسیدو سره د کرونا ویروس په اړه ډیر سخت خبرداری ورکړ.
د روغتیا نړۍوال سازمان رئیس تیدروس آدانوم ګبریزس د ژمي په رارسیدو سره به یو څه میاشتې ډیرې ستونزمندې تیرې شي.
هغه د سویس د جینیوا په ښار کې د روغتیا د نړۍوال په دفتر کې د ویدیو کنفرانس له لارې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې د کرونا ویروس اوبا ناروغۍ د یوې ډیرې د اندیښنې وړ او ستونزمندې مرحلې ته داخله شوې ده .
هغه وویل چې په شمالي نیمه کره کې د ژمي په پیلیدو سره په ځانګړې توګه په اروپا او شمالي امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې په چټکۍ سره د ډیریدو په حال کې دي. د ژمې د پیلیدو سره کیدای شي چې یو څو میاشتې ډیرې سختې او ستونزمندې تیرې شي.
هغه د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو لخوا د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي، روغتیايي پرسونل او روغتیايي سیستم د حفاظت په خاطر ډیر مهم تدابیر نیولي دي چې د ستایلو وړ دي.
هغه وویل چې اوس ډاکټران او نرسان د کرونا په ویروس اخته شوي ناروغانو سره څه ډول چلند وکړي پدې پوه شوي دي خو که چیرې د ناروغانو کچه د خپل حد نه لوړه او روغتونونه ظرفیت د ناروغانو نه کم وي دا هم روغتیایي پرسونل او هم روغتیايي سیستم د سختو ستونزو سره مخامخوي.
د همدې امله ټول هیوادونه او حکومتونه باید د ددې اوبا ناروغۍ د زنځیر د ماتولو په خاطر د ژوندونو د ژغورلو سره سم د هغوې د ورځني ژوند او مادي امکاناتو برابرولو برخې هم جدي توجه وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان رئیس ویلي دي چې د ښو تدابیرو په چوکاټ کې باید اکتیف پیښې ټولې تثبیتې، په هغو سیمو کې چې ویروس کچه لوړه وي تحقیقات ترسره شي، د کرونا ویروس ناروغان قرنطین، هغوې ته ښه روغتیايي خدمات وړاندې شي او روغتیايي پرسونل نه قوي ملاتړ ترسره شي .
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.