په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس د قربانیانو شمیره  د ۲۷۰۰ تنو ته واوښته.

د کرونا ویروس  په  نړۍ کې  د چټکۍ سره  د خپریدو په حال کې دی.

1366435
په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس د قربانیانو شمیره  د ۲۷۰۰ تنو ته واوښته.

 

د چین د روغتیا ملي کمیسیون  اعلان کړی دی چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د نوي ډول کرونا ویروس له امله ۵۲ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او ۴۰۶ تنه نوې واقعې ثبت شوي دي.

د ویلو ده چې  دا  په تیره میاشت کې  د کرونا ویروس له امله په ۲۴ ساعتونو کې د قربانیانو تر ټولو ټیټه شمیره ده.

یاد شوي کمیسیون ویلي دي چې  ددې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیره ۲۷۱۷ تنو ته  او پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره بیا ۷۸ زره او ۶۴ تنو ته لوړه شوې ده .

همداشان  په کرونا ویروس باندې  د اخته تداوي شوو کسانو شمیره ۲۹۷۴۵ تنو ته رسیدلې ده .

د ویلو ده چې  د کرونا ویروس  په  نړۍ کې  د چټکۍ سره  د خپریدو په حال کې دی.


پيوندونه: #چین , #کرونا ویروس

اړوند خبرونه